غزل

هم دي ډېر شوي سپي د يار د کوڅې
هم مې رقيب شو پهره دار د کوڅې
اوس به ئې خوب يا تصور کښې ګورم
را باندې بند شو چې ديدار د کوڅې
د سهار باده درته خواست کومه
لږ خبر راوړه د دلدار د کوڅې
زۀ به ئې ځائ کړم پاس په سر د زړګي
که راته را ئې وړي څوک خار د کوڅې
څوک وو او څه وو،چې ئې وروسته د تلو
خزان شو پاتې، نه بهار د کوڅې
ياد د اشنا چې فرصت راکړي کله
شي را په ياد بيا انتظار د کوڅې
ساقي مجلس ته ځکه نه درځمه
چې مې مات نه شي خوږ خمار دکوڅې
ګناه ئې خپله ، که د يار د ښائست
د مين مينه شوه ،ګفتار د کوڅې
کابل ٣٠/٧/٢٠١٠ م٠ق٠مين