
روهي (دوه نۍ/لومړۍ د زمري)، د ايران پلازمېنه تهران کې ښاروالۍ ددغه ښار د اوبو کمښت له وجې د چمن په کرلو بندیز ولګاوه.
د تهران د شورا يوه غړي حجت نظري رسنيو ته ويلي، چې د تهران د شنو سیمو او بڼونو آدارې د اعلامیې په اساس يې په پلازمېنه تهران کې د چمن په کرلو بنديز اعلان کړی دی.
نوموړي ویلي، د بڼونو او شنو ساحو سازمان رئيس ته تهران ښار کې د اوبو لګولو په تړاو یادونه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې تهران کې د زرغونو سیمو د اوبولو په اړه ځینې نیوکې شوي دي.