کاناډا: ټورنټو کې د ډزو پرمهال ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

روهي (دوه نۍ/لومړۍ د زمري)، کاناډايي پولیسو خبر ورکړی، چې په ټورنټو ښار کې د ډزو له کبله یوه ښځه وژل شوې او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
دغه پېښه پرون یکشنبه ماښام مهال په ګریک ټاون کې د نفورت او لوګان دوو واټونو د یوځای کېدو سیمه کې یوه رسټورانټ ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
 
ویل شوي، چې وسله وال کس هم له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.
 
د پېښې یوه تنکۍ ماشومه هم د ټپیانو په ډله کې ده، چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی او د نورو ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي.
 
ددې پېښې سیمې ته نژدې د یوه رستورانټ مشتریانو ويلي، دوی د ډزو ۲۰ ږغونه اورېدلي دي.
 
هاخوا کاناډايي پولیسو بيا د سیمې له خلکو غوښتنه کړې، چې ددې پېښې هر ډول انځور او وېډیو دوی ته وسپاري.
 
تراوسه ددې پېښې انګېزه نه ده معلومه شوې.