
روهي (دوه نۍ/لومړۍ د زمري)، پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند یو نوماند، اکرامالله ګنداپور تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ټپي شو، چې ترڅو ساعتونو وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د پاکستان پارلماني ټاکنو وخت په داسې مهال نږدې کېږي، چې ځينو غیر قانوني ډلو هم نوماندان وړاندې کړي او یا هم له نورو ګوندونو څخه ملاتړ کوي.
د پاکستان پارلماني ټاکنو ته د چمتوالي په بهیر کې د حافظ سعید ګډون ته په کتلو د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو مشران په ټاکنو کې د ترهګرو ګډون اندېښمن کړي دي.
جماعت الدعوه ډله چې مشر یې حافظ سعید د «لشکر طیبه» ډلې بنسټ اېښودونکی دی، پارلماني ټاکنو ته د نوماند کېدو اجازه نه ده ترلاسه کړې او اوسمهال یو شمېر ګوندونه د نوموړي ملاتړي دي.
حافظ سعید د امریکا او ملګرو ملتونو له لورې ترهګر پېژندل شوی دی.
هغه مهال چې د پاکستان ټاکنيز کمېسیون مسلم لیګ ګوند په ټاکنو کې د رسمي ګوند په توګه ونه مانه، نو د لشکر طیبه بنسټګر د تحریک الله اکبر ګوند ملاتړ وکړ.
حافظ سعید هندوستان کې د ممبي ښار د ۲۰۰۸م کال په هغو بريدونو تورن دی، چې پکې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.
امریکا متحده ايالاتو د نوموړي پر نیولو او وژلو ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ایښې، خو سعيد اوسمهال پاکستان کې د هغه ګوند پلوي کوي، چې ددغه هېواد د پارلماني ټاکنو لپاره یې ۲۶۰ کانديدان درولي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان امنیتي آدارو هم انتخاباتي نوماندانو ته د مخامخ امنیتي ګواښونو خبرداری ورکړی وو.