
روهي (يوه نۍ/۳۱مه د چنګاښ)، يوه ايران الاصله جرمني د جرمني په شمال کې د يوه بس ۱۰ تنه سپرلي د چړې په واسطه ژوبل کړل.
ددغه سيمې يوه څارنوال ويلي، چې بريد کوونکی تر بريد وروسته د بس د نورو سپرليو لخوا له پښو غورځول شوی او د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
هاخوا جرمنيو چارواکو ويلي، د ياد هيواد د شمالي «لوبېک» ښار په يوه سيمه ييز بس کې د ترسره شوې حملې علت تراوسه نه دی څرګند شوی.
يادو چارواکو لومړی د ۱۴ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو، خو وروسته يې دغه شمېر ۱۰ تنه ياد کړ، چې په ټپيانو کې د ۳ کسانو روغتيايي وضعيت نازک دى.
د لوبېک څارنوالۍ وياندې په دې اړه ويلي، چې دغه ۳۴ کلن مشکوک کس، په ايران هيواد کې زېږېدلى، چې له اوږدې مودې راهيسې يې په ياد ښار کې هستوګنه کول او د جرمني تابعيت يې درلود.