د جنرال عبدالرشيد دوستم د نننۍ خبري ناستې مهم ټکي

د جنرال عبدالرشيد دوستم د نننۍ خبري ناستې مهم ټکي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په ترکيه کې له يو کال څخه د زياتې جلاوطنۍ وروسته نن ورځ هېواد ته راستون شو.

د نوموړي ښه راغلاست او هرکلي ته، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، عطا محمد نور، محمد محقق، د پارلمان يو شمېر غړي، سياسي مشران او په زرګونه کابل ښاريان ورغلي وو.

جنرال دوستم په ترکيه کې د پاتې کېدو په اړه وويل، چې د ناروغۍ د درملنې لپاره تللی وم، خو ډاکټرانو راته وويل، چې يو څه وخت نور هم بايد هلته پاتې شم او ما همداسې وکړل. جنرال دوستم هلته د پاتې کېدو په اړه ونه وويل، چې د احمد ايشچي موضوع او يا هم کوم سياسي اختلاف يې لامل وو.

دوستم دا هم وويل، چې هېواد ته راغلی تر څو له ولسمشر سره يو ځای کار وکړي. دوستم د خپل ځان او ولسمشر ترمنځ د اړيکو په اړه ډېر څه ونه وويل.

نوموړي هغه کسانو ته چې په شمالي ولايتونو کې لاريونونه کوي، غوښتنه وکړه، چې لاريونونه پای ته ورسوي، دولتي او خصوصي ادارې کار کولو ته پرېږدي، بندې لارې خلاصې کړي او د حکومت پر وړاندې نور د مزاحمت سبب نه شي.

لومړي مرستيال د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل، چې نظام الدين قيصاري په فارياب کې د ولسي پاڅون کوونکو قومندان وو، په خپلو دندو او د جګړې په ډګر کې يې وړتيا درلوده او نوموړی څو ځلې ازمويل شوی کس وو. دوستم وويل، چې ولسمشر سره به د نظام قيصاري د خلاصون په اړه په خپله خبرې وکړي او هيله يې وښودله چې په نېږدې وخت کې به يې له زندان څخه ازاد کړي.

جنرال دوستم دا ګواښ هم وکړ، چې که چېرې يې ولسمشر غني خبرې او غوښتنې ونه مني او قومندان قيصاري ازاد نه کړي، نو يو ځل به بيا هېواد پرېږدي او ترکيې ته به لاړ شي.

نوموړي د کمانډو ځواکونو ستاينه وکړه او د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، چې زه خپله هم کمانډو يم او د کمانډو ځواکونو څخه يې ملاتړ اعلان کړ. دوستم د هغه کسانو لپاره چې د کمانډو ځواکونو او نورو امنيتي سرتيرو په ليکو کې يې د نظام قيصاري د کور ساتونکي زورولي، د سزا غوښتنه وکړه.

په دغه ناسته کې د نوموړي د سياسي ائتلاف دوه نېږدې ملګري محمد محقق او عطا محمد نور هم ګډون درلود، خو جنرال دوستم د دغه ائتلاف د مشرانو او يا راتلونکو کارونو په اړه ډېر څه ونه ويل.

د ناستې وينال د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور هم وو. محمد محقق په خپلو خبرو کې وويل، چې په حکومت باندې د افغانستان د ژغورنې ائتلاف فشارونه وو، چې جنرال دوستم نن ورځ دلته دی. عطا محمد نور بيا وويل، چې په شمالي ولايتونو کې د خلکو لاريونونه او زمونږ فشار لامل شو چې حکومت لومړي مرستيال ته د راتګ زمېنه برابره کړي.

جنرال دوستم په مستقيم ډول د عطا او محقق خبرې رد نه کړې، خو دوی ته يې په اشارې وويل، چې په ترکيه کې د پاتې کېدو لامل يې ناروغۍ وه، نه کومه سياسي موضوع.

د يادونې وړ ده، چې کابل ته د جنرال دوستم له راتګ او د حامدکرزي له هوايي ډګر څخه د نوموړي له وتلو څو دقيقې وروسته؛ د هوايي ډګر د درې لارې او د احمدشاه مسعود د څلولارې ترمنځ يې د موټرونو په کاروان ځانمرګی بريد هم وشو، چې نېږدې لسو کسانو ته په کې مرګ - ژوبله ورسېده.