څوګ به نوماندان او څوګ به ولسمشر شي؟

څوګ به نوماندان او څوګ به ولسمشر شي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
سبا شنبه (د مرغومي لومړۍ نېټه) د افغانستان د راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لېکنې بهير په رسمي ډول سره پيليږي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مهال وېش اړوند ولسمشرېزې ټاکنې به د راتلونکي ۱۳۹۸ل کال د وري مياشتې په ۳۱مه نېټه تر سره شي.

ځينو کسانو له وخت وړاندې په رسمي او غېرې رسمي ډول د ولسمشرېزو ټاکنو لپاره خپلې نوماندۍ اعلان کړې دي. اوسني ولسمشر محمد اشرف غني باميانو ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي وو، چې د يو شمېر نېمګړو چارو د بشپړتيا په پار غواړي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره يو ځل بيا نوماند شي. نوموړي په غېر مستقيم ډول سره سرور دانش د خپل مرستيال په توګه ياد کړی، خو د لومړي مرستيال او په ځانګړي ډول د جنرال دوستم د ځای په اړه يې څه نه دي ويلي. تېره اونۍ د جنرال دوستم په مشرۍ د افغانستان اسلامي ملي جنبش ګوند غړو وويل، چې ولسمشر غني جنرال دوستم ته د يو ګډ ټاکنيز ټېکټ وړانديز کړی خو نوموړي تر اوسه د (هو) او (نه) ځواب نه دی ورکړی.

د حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلې نوماندۍ په اړه مياشتې وړاندې ويلي وو، چې تر اوسه يې پرېکړه نه ده کړي، خو دا ځل نه غواړي چې په ټاکنو کې دويم او درېيم کس اوسي.

د ولسمشر غني نېږدې کس او د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار محمد حنيف اتمر هم د ځان د نوماندۍ په اړه ويلي دي او ويل کيږي چې محمد يونس قانوني يې لومړی او محمد محقق يې دويم مرستيال غوره کړی دی.

جميعت ګوند او د افغانستان ستر ملي ائتلاف په نوم سياسي ټلواله هم په سلا - مشورو بوخته ده خو تر اوسه يې خپل نوماند نه دی اعلان کړی. په ياد ائتلاف کې د مختلفو قومونو سياسي څېرې راټولې دي او داسې خبرې شتون لري، چې د ټاکنو لپاره سره جوړ شوی ائتلاف به د ټاکنيز ټېکټ پر سر، دړې - وړې شي.

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند ويلي دي چې دوی راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو ته د ګوند له لوري نوماند نه وړاندې کوي، خو له کوم بل نوماند به ملاتړ وکړي.

په هندوستان کې د افغانستان پخواني سفير شيدا محمد ابدالي او د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود ورور احمد ولي مسعود خپلې نوماندۍ په رسمي ډول اعلان کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مالوماتو پر بنسټ د انورالحق احدي او نورالحق علومي په ګډون عنایت‌الله حفیظ، محمدحکیم تورسن، عظیم‌الله عظیمي او نورالرحمن لیوال تر اوسه له ياد کمېسيون د مالوماتو کڅوړې تر لاسه کړې دي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په لاندې مسايلو خبرې کوو؛

۱- ولسمشر غني به له چا سره ټاکنيزه ډله جوړه کړي؟
۲- د جميعت ګوند نوماند به څوګ وي؟
۳- حکميتار به له چا ملاتړ اعلان کړي؟
۴- د ولسمشر غني د بيا بريا چانس څومره دی؟
۵- ډاکټر عبدالله به ځان نوماند کړي او که د مرستيالۍ مقام به واخلي؟
۶- په لويه کې د نوماندانو برنامې به په څه ولاړې وي؟
 
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د مرغومې مياشتې لومړۍ نېټه د ماښام له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.