د سولې د ۱۱ کسيز هيئت غړي څومره اغېز لرونکې څېرې دي او د سولې خبرې به څومره بريالۍ کړي؟
ډاکټر نېک محمد ويال
افغان حکومت له وسله والو طالبانو سر ه د سولې خبرو لپاره يوولس کسيز پلاوی وټاکلو او نن ورځ يې نومونه اعلان کړل. په دغه يوولس کسيز پلاوی کې درې کسان د ولسي جرګې، سترې محکمې او علماوو شورا څخه ټاکل شوي او پاتې اته نور کسان د حکومت چارواکي دي.
په دغه هيئت کې لاندې کسان شامل دي:
۱- عبدالسلام رحیمي د ولسمشر د دفتر رئيس؛
۲- ميرويس بلخي د پوهنې وزارت مرستيال؛
۳- حسينه صافي د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستياله؛
۴- عبدالتواب د لوړو زده کړو وزارت مرستيال؛
۵- عالمه د ګډوالو وزارت مرستياله؛
۶- جنرال عبدالله عباد د ملي امنيت رياست مرستيال؛
۷- شاه ګل رضايي د ولسي جرګې غړی؛
۸- شميم کټوازی د پکتيا والي؛
۹- عبدالله عطايي د سترې محکمې غړی؛
۱۰- عطاالله لودين د علماوو شورا غړی؛
۱۱- او توريالی غياثي د بهرنيو چارو وزات د کلتوري اړيکو رئيس.
دغه پلاوی د افغانستان د سولې خبرو لپاره د امريکا متحدو ايالتو د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په غوښتنه ټاکل شوی دی. شنونکي په دې اند دي چې په ياد پلاوي کې اغېزناکې څېرې شتون نه لري او ډېری کسان يې حکومتي چارواکي دي.
د دوی په اند چې حکومت ته په کار وه چې دغه پلاوی يې د پخوانيو مجاهدينو، سياسي ګوندونو، له حکومت سره د يوځای شوي پخوانيو طالب چارواکو څخه جوړ کړی وای نو د سولې پر خبرو به يې اغېز ډېر وای.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونېزه خپرونه کې په دې خبرې کوي چې:
۱- ټاکل شوی هيئت څومره صلاحيت لرونکی دی؟
۲- دوی به د سولې په خبرو کې څومره اړين رول لوبوي؟
۳- د سولې عالي شورا سره به د دغه هيئت توپير څه وي؟
۴- ولسمشر دغه هيئت د مصلحتونو په اساس ټاکلی دی او که په خپل اختيار؟
۵- طالبان به له دغه هيئت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د تلې مياشتې ۲۸مه نېټه د ماسخوتن له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.
وروستي