بلوچستان کې د داعش مهم قوماندان ووژل شو

روهي (يوه نۍ/۳۱مه د چنګاښ)، تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پاکستاني پوځيانو په عملیاتو کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان مفتي هدایت الله د خپلو دوو ساتونکو سره يوځای ووژل شو.
 
د را پورونو له مخې، قوماندان مفتي هدایت الله او ساتونکي یې د بلوچستان په مستونګ کې پر هغه چاودنه تورن وه، چې لږ تر لږه ۱۴۸ بلوڅان پکې ووژل شوي وه،
 
تر دغه چاودنې وروسته په سیمه کې د پاکستانيو پوځيانو لخوا چاڼیز عملیات پیل شول، چې پرمهال يې د داعش ډلې یاد قوماندان او ساتونکي د يادو پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.