عراق پولې ته نږدې د سپاه پاسدارانو ۱۰ سرتېري وژل شوي

روهي (يوه نۍ/۳۱مه د چنګاښ)، ایرانيو رسنیو د تسنیم اژانس له قوله خبر ورکړی، چې تېره ورځ د عراق پولې ته نږدې د ايران استخباراتي ډلې «سپاه پاسدارانو» ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.
 
دغه ۱۰ سرتېري په هغه سيمه کې وژل شوي، چېرې چې د کردي وسله والو فعالې ډلې مېشتې دي.
 
سپاه پاسدارانو په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغه برید کې زيات ترهګر وژل شوي او د وسلو یو ډېپو هم له منځه وړل شوی دی.
 
 د فارس خبري اژانس د خبر په اساس، چې په نښته کې د ایران سرحدي سرتېرو هم برخه لرل، خو دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی.