جاپان: سختي گرمۍ ٣٠ تنه مړه کړي

روهي (يوه نۍ/۳۱مه د چنګاښ)، جاپانيو رسنيو د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په یاد هيواد کې د سختي گرمۍ له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي او په زيات شمېر نور روغتونونو ته وړل شوي دي.
 
جاپانيو چارواکو له خلکو غوښتنه کړې، چېپه کافي اندازه اوبه وڅښي او د آيرکنډېشنونوڅخه په استفادې دي ددېسختي گرمۍ له اغېزو څخه ځان وساتي.
 
د ياد هيواد په مرکزي سیمو کې د ګرمۍ کچه د سانتيګراد ۴۰،۹ درجو ته رسېدلې، چې ډاکترانو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د لوړ عمر کسان او په ځانگړيډول ماشومان دي د لمر تر مخامخ وړانگو لاندې تگ راتگ بند کړي او د بدن د الکترولیتونو بیرته عادي کېدو لپاره ديمالگهلرونکي مایعاتزيات وڅښي.