خانه!

زما شهید زما غریب زما برباد خانه
دې یویشتمې پیړۍ هم نه کړلې ښاد خانه

دوی د سپرلي په غیږ کې ژوند کوي ارام کوي
په تا لګیږي هره ورځ د مرګي باد خانه

تر څو په خپله د خپل ځانه پوښتنه ونه کړې
ستا په مالت کې به روان وي دا فساد خانه

خپله مو خپلې وینې توې کړلې څه مو وکړل
زموږ په وینو دښمنان شولو اباد خانه

د تباهۍ پر پاڼ ولاړه زما ستړیه قامه
مړۍ مې ونښلي چې حال د شي را یاد خانه