چين هوايي شرکت د برقي سګرېټ څکولو له امله د دوو پيلوټانو جوازونه لغوه کړي

روهي (جمعه/۲۹مه د چنګاښ)، چينايي چارواکو تېره اونۍ د «Air-China» شرکت په الوتکه کې د برقي سګریټو څکولو له امله د دوو پیلوټانو جوازونه لغوه کړي، چې ددې پېښې په وجه د ياد شرکت يوه الوتکه په بېړني ډول له ټاکل شوي ارتفاع څخه زياته لاندې تللې.
 
دغه مسافر وړونکې الوتکه، چې له هانګ کانګ څخه د چین دالیان ښار ته پر لاره وه، په کابین کې یې فشار لږ شو او په ناڅاپي توګه ۲۱۰۰۰ فوټه لاندې ولاړه.
 
د «Air-China» شرکت چارواکو وویل، دغه الوتکه ځکه لاندې تللې، چې له دوو پيلوټانو څخه يوه يې په خپل کابین کې برقي سګرېټ څکولی و.
 
هاخوا د چين د هوايي چلند چارواکو پر ياد هوايي شرکت جریمه لګولې او ددغه شرکت د ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتنو شمېر یې ۱۰ سلنه لږ کړی دی.
 
دغو چارواکو «Air-China» ته د خوندیتوب د بیا کتنې لپاره درې میاشتنۍ امر کړی دی.
 
دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې سګریټ څکونکي پیلوټ د سپرليو کابین ته د دود مخنیوي لپاره د الوتکې د پکي بندولو هڅه وکړه.