جنرال ووټل: پاکستان بايد وسله والې ډلې د سولې خبرو ته حاضري کړي

روهي (جمعه/۲۹مه د چنګاښ)، امریکايي چارواکي د افغانستان او سیمې لپاره خپله ستراتیژي څېړي، چې په پایله کې به یې دا جوته شي، چې په کومو برخو کې ډېر کار شوی او کومو برخو کې نورو هڅو ته اړتیا شته.
 
د متحده ايالتونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال «جوزیف ووټل» د رسنيو سره په خبرو کې وویل، «د نوې ستراتیژۍ په برخه کې پرمختګ شوی او په ټول کې دا ستراتیژي بریالۍ ده.»
 
جنرال جوزيف زیاته کړه، چې ددغي ستراتیژۍ له مخې ډېر څه په سم لوري روان دي، خو يو شمېر داسې برخې هم وجود لري، چې زموږ له تمې سره-سره پکې سم او چټک پرمختګ نه دی شوی.
 
نوموړي د افغانستان په برخه کې د پاکستان پر رول ټینګار وکړ او په وينا يې، چې د پاکستان لخوا د مرستې نښې لیدل شوي، خو لا هم ډېر څه ته اړتیا شته، چې پاکستان یې باید په افغانستان کې د امن او سولې لپاره ترسره کړي.
 
ده وويل، «د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوځي برخه او د سولې په تړاو روانو خبرو کې پرمختګ شوی، خو اړتیا ده، چې پاکستان پر طالبانو او حقانې شبکې چې د دوی په خاوره کې مېشت دي فشار ته دوام ورکړي او زه باور لرم، چې اسلام آباد له څو لارو دغه کار کولای شي.»
 
جنرال جوزيف وويل، «پاکستان بايد وسله والې ډلې ونیسي او له خپلې خاورې یې وباسي او يا يې هم د سولې خبرو او له شته فرصتونو ګټې پورته کولو ته حاضري کړي.»
 
امریکا متحده ايالتونو له څه مودې راهیسې په څو پړاوونو کې پر پاکستان خپلې مرستې هم بندي کړې.
 
امریکا متحده ايالتونو د ولسمشر ټرمپ ددغې ستراتیژۍ پر بنسټ افغانستان ته نور سرتېري ولېږل، ددې سره-سره يې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته زیات ورکړ او د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ يې هم پراخ کړ.
 
د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال هم پاکستان ته خبرداری ورکړی وو، چې له وسله والو ډلو ملاتړ او په خپله خاوره کې ځای ورکول به درنه بیه ورته ولري، هاخوا پاکستان بيا له وسله والو ډلو څخه ملاتړ ردوي.
 
دا په داسې حال کې ده، تر اوږده انتظار وروسته د تېر ۲۰۱۷ کال په اګست کې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا لپاره خپله ستراتیژي په اعلان کړه.