
روهي (پنځه نۍ/۲۸مه د چنګاښ)، تېره سه شنبه، د هندوستان د پلازمېنې نوي ډهلي په «لاجپت نګر» سيمه کې دوو موټرسایکل سپرو پر یوې افغان ښځې تر حملې وروسته له هغې څخه ۴ لکه هندۍ روپۍ، پاسپورټونه او ځينې نور وسايل وتښتول.
دغې ښځې ويلي، چې دا پیسې يې هند ته د خپلې مور د درملنې لپاره وړي وې او په وينا يې، چې غلو د پیسو ترڅنګ د دوی پاسپورټونه، کارټونه او موبایل ټېلفون هم، چې په دستکول کې وو، د ځانه سره وړي دي.
د «Times Of India» ورځپاڼې د خبر په اساس، د هندي پولیسو یوه چارواکي ويلي، چې دا پېښه تېره (سه شنبه) ۱۰ بجې هغه مهال رامنځ شوه، چې دغه افغانه ښځه د خپلې ناروغې مور سره له روغتونه کور ته په ریکشه کې تلل.
هاخوا د ډهلي پولیسو ددې پېښې په تړاو ويلي، چې د امنيتي کامرو په واسطه هڅه کوي، ترڅو تښتېدونکي غله ومومي.