روسي او تاجکي ځواکونو افغان پولې ته څېرمه ګډ پوځي تمرینات پيل کړي

روهي (څلورنۍ/۲۷مه د چنګاښ)، روسي رسنۍ وايي، چي د ترهګريزو تهدیداتو د مخنيوي لپاره يې د افغانستان پولې ته څېرمه نږدې ۱۰۰۰۰ نظامي پوځيان د تمرينانو په موخه ځای پرځای کړي او په وينا يې، چې دا لړۍ به نوره هم پراخوي.
 
دا پوځي تمرينات تاجکستان او روسیې په ګډه پيل کړي، چې ډېری پکې تاجکستاني عسکر دي.
 
د روسي رسنيو په حواله، په وروستیو ګډو نظامي تمریناتو کي به ۴۰۰ عسکر او ۸۰ پوځي وسایط برخه اخلي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم یادو هيوادونو په افغانستان کي دداعش فعالیتونه د اندېښنې وړ بللي وو او افغان پولې ته څېرمه يې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي وو.