سعودي پاچا: هڅه کوو د افغانانو ترمنځ شته واټنونه او توپيرونه له منځه يوسو

روهي (څلور نۍ/۲۷مه د چنګاښ)، سعودي چاپ «عرب نيوز» ورځپاڼې د سعودي د پاچا «سلمان» څرگندونې راخيستې، چې وايي، سعودي په دې هڅه کې دی، چې د افغانانو ترمنځ شته واټنونه او توپيرونه له منځه يوسي.
 
نوموړي تېره ورځ د کابينې غونډې ته يادي څرگندونې کړي او ويلي دي، چې سعودي عربستان په نړيواله کچه د مسلمانانو د يووالي او اتحاد لپاره کار کوي.
 
«عرب نيوز» ورځپاڼه وايي، پاچا سلمان د افغانستان په تړاو په «مکه مکرمه» کې د جوړ شوي کنفرانس د اعلاميې هرکلى کړی او پر دولتونو، ادارو او اسلامي مخورو يې ږغ کړی، چې افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستلو کې مثبت رول ولوبوي.