دمستعار اکونټ ګم نامې نجلۍ (ازاد نظم )!

خدایزه څه وشوله او چیرې لاړې
تاخو به دومره غیابت نه کاوه
په شنه سهار به هم
ستا څو وړو وړو لیکنو
بلا لایکونه کامنټونه لرل
څوک به موافق څوک مخالف ښکاریدل
خو موده کیږي کنه!
په مستعار نامه ګمنامې نجلۍ
نه دې لیکنې نه پوستونه ښکاري
نه لنډۍ نه غزلونه لیکي
نه مسنجر کې مشورې نه نظرونه غواړي
نه د املا انشاء لفظونه غواړي
خدایزده په تا څه وشوله چیرته لاړې
ښکاري ایساره شوله
بیا د څلورو دیوالونو منځ کې
هغه رڼا د هم محدوه شوله
د سیاه چاه د تور تمونو منځ کې

صدارت
عمرخیل