
له ولسمشر غني دغه زورواکی هير دی!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
ولسمشر غني په دې وروستيو کې په ناڅاپي ډول په داسې يوې کړنې لاس پورې کړل، چې په پراخه کچه يې دوه ډول غبرګونونه راپورته کړل. د ولسمشر غني دغه کړنه د زورواکو، خپلسرو قومندانانو، غاصبينو او غېرې مسووله وسله والو نېونه او پر وړاندې يې مبارزه ده.
هغه کسان چې پورته ځانګړتياوې لري (زورواکي دي) د ولسمشر دغه دريځ او کړنه وغندله، په قومي او ژبني تعصب يې بد نومه کړه او هڅه کوي چې د دغه پروسې د ځنډ او خنډ په پار ستونزې راپورته کړي. بيا له بلې خوا عامو افغانانو او هغه کسان چې له زورواکو او غاصبينو اغېزمن شوي دي، د ولسمشر د دغه اقداماتو څخه يې ملاتړ وکړ او د پلي کېدو هيله يې وښودله.
ولسمشر غني لومړۍ دغه بهير د فارياب د ځايي وسله وال او د ولسي پاڅون کوونکو د ياغي قومندان نظام الدين قيصاري څخه پيل کړه او ورپسې يې په فراه او ارزګان کې هم زورواکي ونېول.
تاسو به هم د قيصاري د ملاتړو زورواکو او يا د قيصاري په برخليک د اخته کېدونکو زووراکو چېغې او نوي بغاوتونه ليدلي او مطالعه کړي وي. خو ولس له ولسمشر سره دی او ولسمشر هم شاته نه ځي.
زورواکي، خپلسري قومندانان، غاصبين او غېرې مسووله وسله وال په زورګونه دي؛ ځيني يې ښکاره او ځيني يې د فرښتو په جامو کې پټ شیطانان دي او د ولس وينه څښي.
د ښکاره زورواکو له منځ څخه يو د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ او د غزني ولايت په جاغوري، ملستان او نورو ولسواليو کې خپلسری قومندان او قاتل عبدالحيکم شجاعي دی. عبدالحيکم شجاعي د پخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنۍ څخه په پورته ذکر شوې سيمو کې فعال دی. د نوموړي په اړه رسنيو خبرونه خپاره او د عبدالحيکم شجاعي ډېری کړنې او ظلمونه يې بربنډ کړي دي.
د شجاعي په اړه ويل کيږي، چې تر اوسه يې ۱۰۰ ملکي بې ګناه کسان وژلي دي. له وژنو پرته، د غلا، قلنګ اخېستلو، جنسي تجاوز او زورزياتي او نورې ډېرې کيسې يې هم خلکو ته مالومې دي.
په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د يو لنډ وخت لپاره عبدالحيکم شجاعي ونېول شو، خو داسې راپورونه خپاره شول، چې د وخت د ولسمشر د دويم مرستيال محمد کريم خليلي په غوښتنه له زندان ازاد کړی شو او خپلو تېرو کړنو ته يې دوام ورکړ.
عبدالحيکم شجاعي د غزني په هزاره مېشتو سېمو کې په سلګونه ملېشه کسان لري او دغه کسان يې په تېر کې د امريکا د (پي ار ټي) له خوا په مالي او پوځي ډول ملاتړ کېدل.
که چېرې د قيصاري او عبدالحيکم شجاعي په اړه د سيمې خلک وپوښتل شي، نو دومره زور زياتی او ظلم چې عبدالحيکم شجاعي کړی، نظام الدين قيصاري به نه وي کړی.
د بهرنيو په لاس وهنې په اساس، تعصب او قوم پالنه د افغانانو تر منځ وروستۍ کچې ته رسېدلې ده، نو په همدې بنسټ عبدالحيکم شجاعي هم د خپلو کسانو لپاره سپيڅلی کس او قهرمان دی.
عبدالحيکم شجاعي؛ که هرڅوګ دی او له هر قوم دی، خو حکومت ته په کار دا ده، چې دغه کس د خپلې مبارزې په سر کې ونيسې. نوموړي ته سزا ورکړي، خلک يې له شر خلاص کړي او نورو زورواکو ته د عبرت درس پرېږدي.