د جنرال دوستم په اړه، د ولسمشر غني او زورواکو دريځ يوازې يو توپير لري

د جنرال دوستم په اړه، د ولسمشر غني او زورواکو دريځ يوازې يو توپير لري
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د هېواد د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په ډېر شاته تېر باندې نه غږيږو. دا چې هغه څنګه له رشيد څخه؛ عبدلرشيد، دوستم، جنرال او وزوراکی شو، د دغه کار لپاره يې شااوخوا څلوېښت کاله د ملي ګټو ترمنځ شخصي ګټې ولټولې او تر دغه ځای ورسېد، چې نن د ولسمشر لومړی مرستيال او د جنبش ګوند بنسټګر الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دی.

جنرال دوستم په طعبيي ډول په خپل وجود کې د انعطاف ځانګړتيا لري او په اسانۍ سره کولی شي، چې ځان له اوضاع او چاپيريال سره جوړ کړي. له طالبانو پرته؛ نور له ډېری سياسي ډلو او حکومتونو سره جنرال دوستم ځان برابر کړی او ګټې يې له لاسه نه دي ورکړي.

په تېرو ټاکنو کې جنرال دوستم له ولسمشر غني سره ملګری شو او ټاکنيزې منډې - رامنډې يې سره پيل کړې. د ولسمشر غني او جنرال دوستم سياسي جوړښت له لومړۍ ورځې تر نېوکو لاندې وو او ډېری کسانو ته يو ښېښنده څه وو. هغه په دې اساس چې د نړۍ په کچه لوستی کس او دويم مفکر له يو جنګي نه لوستي کس سره ټاکنيزه ډله جوړه کړه. دا به خدای او په خپله ولسمشر غني ته مالومه وي، چې ولې يې له جنرال دوستم سره جوړ جاړی وکړ؟ خو زما سياسي مطالعه دغه وړاندوينه کوي، چې ښايي ولسمشر غني د جنرال دوستم د اصلاح او د يو جنګسلار له لارې د لسګونه جنګسلارانو د ټکولو پلان او موخه درلوده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چوکۍ له ناستې څه وخت وروسته جنرال دوستم بيا هغه څه پيل کړل، چې نه ورسره ښه ښکاره کېدل او نه يې هم قانون مجاز درلود. نوموړی فارياب او نورو ازبک مېشتو ولايتونو ته لاړ، وسله يې واخېستله، د طالب او ترهګر په نوم يې پښتون وژنه پيل کړه. دا يې هم پرېږده؛ د احمد ايشچي د ادعاوو او څرګندونو اړوند؛ دوستم په يو سپين ږيري افغان جنسي تيری وکړ، چې هم يې حق العبد سره تاوتریخوالی وکړ او هم يې په نړيواله کچه د افغانستان ډېپلوماټيک ځای له شرم ډک کړ.

له هېواد څخه د جنرال دوستم شړل اوس د حکومت په وينا يو لامل لري، چې حقوقي قضيه ده او جنرال دوستم تيری او تجاوز کړی.

ولسمشر غني خپل ټاکنيز نېږدې ملګری او له لومړی مرستيال خفه کړ، په راتلونکو ټاکنو کې د نوموړی له ملاتړ لاس پر سر شو، د دوستم پر سر ولسمشر بېلا بيلې نيوکې او توندې څرګندونې وزغملې او حوصله يې وکړه. لنډه دا چې ولسمشر غني له جنرال دوستم سره د ځمکې ستونزه لري او نه هم بل سياسي څه. ولسمشر وايي، چې جنرال دوستم تيری کړی، تورن دی، موضوع يې حقوقي اړخ لري او لويه څارنوالۍ به پرېکړه وکړي. د ولسمشر په وينا که چېرې قضايي او عدليي ارګانونه جنرال دوستم هېواد ته راغواړي هرکلی يې کوم او که سزا ورکوي بيا هم په کې لاس وهنه نه کوم.

بيا له بلې خوا، زورواکي لکه عطا محمد نور، امرالله صالح، محمد محقق او ضياء مسعود د قانون او څارنوالۍ په نوم څه نه پيژني. دوی له دوستم سره سياسي او شخصي ګټې لري او داسې غوښتنه کوي چې: جنرال دوستم مونږ هېواد ته راولو. يانې غوښتنه نه کوي، چې جنرال دوستم دې را وغوښتل شي؛ که بې ګناه وي نو بايد د يو افغان په څېر فعاليت وکړي او که مجرم وي نو بيا بايد مجزات شي، بلکې دوی ګواښ کوي، چې مونږ يې راولو. خو ولس پوښتنه کوي، چې يې څوګ؟ قانوني صلاحيت او قدرت د جنرال دوستم د راوستلو په اړه څومره اجازه درکوي؟

نو پايله کې ويلی شو، چې زورواکی د جنرال دوستم راتګ او يا نه راتګ په هغه ډول چې له قانون لوړ وي، خو ولسمشر هم د جنرال دوستم راتګ او يا مجازات غواړي، خو څه ډول چې قانون حکم کوي.