
په دې وروستیو کې مرکزي حکومت د پریکړې پر بنسټ د هیواد په کچه د غیر مسول وسله والو زورواکو دنیولو امر ورکړل شوی دی چې په دې لړ کې د هیواد په شمال کې د کوماندو ځواکونو لخوا دوه ستر زورواکي د مخامخ جګړې او نښتې وروسته ونیول او مرکز ته یې را انتقال کړل. په دې ډله کې یو یې د جنبش ګوند مخکښ غړی نظام الدین قیصاري چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ته نیږدې کس بلل کیږي او بل یې په بدخشان ولایت کې نادرشا نومیږي چې په تیرو څو کالونو کې یې په بدخشان کې په بیلابیلو جرمنو لکه قاچاق او داسې نورې غیر قانوني کړنو تورن وو.
په دې اړه د ارګ لخوا په خپاره شوې اعلامیه کې راغلي: « غیرمسول وسله وال کسان باید مسول شي او یا دوی مسول کسان جوړوو». ولسمشر ټینګار کړی چې د نظام مشروعیت د قوې مشروعیت پورې تړاو لري او د قوې مشروعیت یوازې د افغانستان حکومت پورې تړاو مومي.
خو په فاریاب کې د قیصاري د نیول کیدو وروسته د نوموړي پلویانو لاریونونه پیل کړل او د حکومته یې وغوښتل چې پرته له ځنډه قیصاري بیرته له بنده خلاص کړي چې تر دې دمه دا موضوع همداسې پاتې ده او د قیصاري پلویانو هم د ولایت مقام په ګډون ډیری دولتي تاسیسات له منځه یوړل. د دې تاوتریخوالو وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال اختر محمد فاریاب ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت امنیتي وضعیت ارزونې وروسته رسنیو ته وویل چې په هیواد کې به غیر مسول وسله والې ډلې پرتې له کوم توپیر ونیول شي.
په همدې تړاو ډیری هیوادوالو د ولسمشر لخوا د زورواکو نیول کیدل او قانون ته سپارل یې ستایلي دي او له حکومته یې غوښتنه کړي چې د هیواد په نورو سیمو کې هم دې لړی ته دوام ورکړي او خلک د غیر مسول وسله والو لخوا زوریدلو څخه وژغوري. په داسې حال کې چې افغان حکومت په مستقیمه توګه د طالبانو او داعش ډلو سره په جګړه کې بوخت دی ترڅنګ یې غیر مسولې وسله والې ډلې هم ډیری وخت د حکومت پلانونو پلي کولو په برخه کې او هم عام ولس ته خنډونه رامنځته کوي.
افغانستان هغه هیواد دی چې کالونه کالونه یې جکړه تیره کړي ده او خلک یې د ارام او خوشاله ژوند کولو تږي دي چې د طالبانو واکمنی د نسکوریدو وروسته ځینې وسله والې ډلې په یو شکل د اشکالو د بیلابیلو زورواکو لخوا یې مالي ملاتړ وشو چې همدا ډلې د حکومت او ولس لپاره د زوریدلو سبب شوې نو د حکومت څخه د خلکو تمه دا ده چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې هغه که د هر قوم او سیمې پورې تړلي وي زورواکي راټول کړي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.
که څه هم مونږ په یوویشتمه پیړی کې د ډیرو پرمختګونو عصر کې ژوند کوو خو له دې سره سره اوس هم زمونږ په هیواد کې داسې سیمې او داسې ولایات شته چې عام خلک یې د یو زورواکي تر ظلم او ناوړه چلندونو په زغملو سره ژوند تیروي. د دې ټولو بدبختیو یواځینی لامل د مرکزي حکومت کمزوري ده بله دا چې د حکومتي چارواکو،سیاسي ګوندونو او پخوانیو جهادي مشرانو ترمنځ سالمه همغږي شتون نلري.
بلې خوا ته د غیر مسول وسله والو ډلو ملاتړي د اوسني حکومت لوړ پوړي چارواکي، پخواني مجاهدین او همد ډول سیاسي ګوندونه تشکیلوي چې په یو او بل نوم یې تر شا ولاړ دي او حکومت دې ته نه پریږدي چې د دې ډلو مخه و نیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري. د یادو شویو ډلو تر څنګ ځینې داسې ډلې هم شته چې په خپله د حکومت لخوا یې مالي ملاتړ شوی خو اوس همدا ډلې د حکومت پروړاندې راپورته شوې دي او غیر قانوني کړنې ترسره کوي.
نو د دې هیواد یو وګړي په توګه هر افغان باید دا ومني چې هر هغه څوګ چې د هیواد ملي ګټو پرضد، د هیواد اساسي قانون خلاف، په غیر قانوني توګه د ولس زورول او همدا ډول نورې د قانون خلاف کړنې ترسره کوي حکومت یې باید مخه ونیسې او د قانون منګلو ته یې وسپاري او ولس ته په کار ده چې د قومي، ژبني او نورو موضوعاتو په نظر کې نیولو پرته په دې برخه کې د خپل حکومت بشپړ ملاتړي اوسي او نور په هیواد کې هغه د کالونو کالونو ظلمونه، سیمه اییز حکومتونه ، قاچاق او په غیر قانوني توګه د وسلو کارولو لړی ته د پای ټکی کیږدي او د خپل قوم مجرمینو ته د مجرم په سترګه وګوري نه د یو پلوي په توګه.