فرانسه: «مونټ بلانک» څوکې ته د غر ختونکو پر ختلو بندیز ولګول شو

روهي (شنبه/۲۳مه د چنګاښ)، د فرانسې حکومت لخوا ددغه هيواد تر ټولو جګې غره څوکې «مونټ بلانک»ته د غر ختونکو پر ختلو بندیز ولګول شو.
 
ددغه بندیز دلیل، په ياده غره څوکه کې د غر ختونکو زياته ګڼه ګوڼه بلل شوې ده، چې نن شنبه د جولای پر ۱۴مه شروع شو. ويل شوي، دا بندیز به یوه اوونۍ نور هم دوام ولري.
 
د فرانسې یوه حکومتي چارواکی ویلي، چې دا بندیز د غر ختونکو د خونديتوب، د ګڼې ګوڼې د کمښت او په ياده غره څوکه کې د ککړتیا د مخنیوي لپاره ګټور دی.
 
په دې وروستیو کلونو کې، چې زياتو کسانو په «مونټ بلانک» غره څوکه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د حکومت لخوا بنديز ولګېد او اوسمهال یوازي هغه غر ختونکي کولای شي، يادي څوکې ته وخېژي، چې څه موده مخکې یې اجازه ترلاسه کړې وي.
 
فرانسوي چارواکو ويلي، چې دغو غر ختونکو له تجربې او اړينو وسایلو پرته دغي جګې غره څوکې ته د ختلو هڅه کړې وه.
 
«مونټ بلانک»غره څوکه ۴۸۱۰ متره جګوالی لري، چې د الپ غرونو لړۍ تر ټولو لوړه او جګه څوکه بلل کيږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دغه جګه غره څوکه کې يو کال مخکې هم ۱۴ کسان دغي لوړي څوکې ته د ختلو پرمهال مړه او ۲ نور ترې تم شوي وو.