
پورتنی متل په پښتنو کې له ډیرې پخوانۍ مودې څخه رواج دی، افغانان دا متل هغه وخت استعمالوي هر کله چې څوک خطر په خپلو سترګو وویني او بیا هم ورته امادګي نه نیسي، تر څو له یاد خطر څخه په آمان کې سي او تر هغې ورته د شک په سترګو ګوری چې کله یې بخت کوټه شي او دی پکې راګیر شي. مونږ هم د پورتنۍ ډلې څخه د ځمکې پر مخ بدبخته انسانان یو چې هیڅ کله مو هم د خطر څخه د آمان په خاطر له جګړې او وژنې پرته نورې منطقي لارې چارې ندي سنجولي تر هغې چې مونږ خپله د یاد خطر قربانیان شوي یو.
خبره مې د سولې او د روانو جګړو په هکله کوله، ماته دا پوښتنه تل په ذهن کې ګرځي او له ځانه سوال کوم چې آیا په افغانستان کې به داسې افغانان وي چې د نقدي او نورو مادي امکاناتو په مقابل کې د خپل هیواد ملي منافعو ته اهمیت ورکړي؟. دا پوښتنه مې په لسګونه ځایه مطرح کړې خو تر اوسه مې مثبت ځواب ورته ندي موندلی. ملامت مونږ خپله یو چې د واک او د خپلو شخصي خواهشاتو له امله مو ځان د تباهي کندې ته ټیل وهلی. دا به ومنم چې هیواد پرسته او افغان پرسته افغانان به وي خو دوي هم د لږ سلنې له امله د خاینو، جاسوسو او مزدورو کړیو له لوري یا وژل شوي او یا هم د ژوند له سترو نعمتونو څخه بې برخې شوي چې په خپل وخت ندي توانیدلي چې داسې مغرضه کړۍ له هیواده وباسي او یا یې د ژوند بهیر ته د پای ټکی کیږدي. څلورو پرله پسې لسیزو کې روانو جګړو زمونږ خاوره داسې وسوزوله چې غرونو مو د ډیرو باردو له امله شنه بوټي نشي کولاي، هیڅوک خپل ژوند په ډاډه مخته نشي وړای، دلته جګړې نه یوازې زمونږ هیواد وران کړی ، زمونږ کور یې وران کړی ، زمونږ جغرافیایی کرښې یې ورانې کړي ، مونږ یې په سلګونو روحي ناروغیو اخته کړي یو، اولادونه مو هغه جسمي قوت نلري څومره چې یوه سالم انسان ته پکار دي، کاروبار نشو کولای، له ژوندانه څخه خوند نشو اخیستلای، خو بیا مو هم څوک د خواږه ژوند لپاره نه پریږدي.
دا به ومنو چې افغانان د ټولې نړۍ له انسانانو څخه په عقیده، غیرت او سړیتوب کې مخکې دي، دا به هم ومنو چې مونږ د عقیدوي مسلمانانو په لومړني قطار کې راځو، دا به هم ومنو چې مونږ لویو نړیوالو امپراطوریو ته ماتې ورکړي، خو دا د منلو وړ ندي چې افغانانو خپل هیواد، ملي منافع، وروګلولۍ او د افغانانو د سوکالۍ لپاره کار کړی. د هیواد زیربنا مونږ په خپلو لاسونو له منیځه وړي. افغانانو په خپله خپل غیرت او عقیده د بل د ګټو لپاره په مصرف رسولي. افغانانو په خپله په ټول هیواد کې د معارف ډیوې مړې کړې. خو ولې مو خپل تقدیر له پنجابیانو سره بدل نکړ؟ ولې مو خپل تقدیر د ایرانیانو سره بدل نکړ؟ ولې مو پخپل لاس خپل هیواد وران کړی او ورانوه یې؟.
زمونږ ټولو لوستو ځوانانو ته د تاریخ پاڼې دا ګواهي ورکوي چې په افغانستان کې چې کومې ډلې او امپراطورۍ چې څنګه حکومتونه غوښتي هماغسې یې کړي. خلق، پرچم، مجاهدین، طالبان،دیموکرات............
یاد حکومتونه هم په افغانانو د بل لوري څخه تحمیل شوي ول او د خپل هیواد او د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره یې مبارزه کوله نه د افغانستان لپاره هر حکومت د نورو ډلو له لوري په وینې تویدو سره بل طرف ته تسلیم شوی بې له حامد کرزی چې ولسمشر اشرف غني ته یې د واک لیږد په سولیز ډول سره تسلیم کړ.
د افغانستان په ټوله جغرافیه د جګړو لمبې ګرمې دی د هر لوري افغانان وژل کیږي، د نړۍ هر ډول وسلې په وحشي ډول سره په افغانانو و آزمویل شوې که انتحاریان دي، که جیټ آلوتکې دي، که زغره وال ټانګونه دي، که ځمکنۍ او هوائي بمبارۍ دي ، که د بمونو مور ده که د بمونو خور ده ټول زیان یې بې ګناه افغانان ګالي. د افغانانو د وینې د تویدا د مخنیوي لپاره، د افغانستان د پرمختګ لپآره ، د افغانانو د خوښۍ لپاره .... یوازې افغان ولسمشر شپه او ورځ زیار باسي تر څو افغانان نور له شته ستونزو څخه وژغوري. د سولې لپاره یې عذر ځولۍ هر چاته غوړولې، په کور دننه او بهر یې د ملنګ په شان کچکول نیولی چې مونږ افغانان له روان بحران څخه وساتي.
اما هیچا د سولې غږ ورسره بدرګه نکړ، هیچا له دې ستر فرصت څخه ګټه پورته نکړه ، یوه حزب هم حکومت ته ددې ډاډ ورنکړ چې د فساد، ظلم او د هیواد په آبادۍ کې در سره ملګری یم. خو هر څه چې کیږي په افغانانو کیږي، ګټې یې نورو هیوادونو ته رسیږي او د افغانستان بربادي د نورو هیوادونو د پرمختګ سبب ګڼي ، د سولې هرې کړنې ته د شک په سترګو کتل کیږي.
دا نده مهمه څوک به ملامت وي او څوک به سلامت وي: مهمه داده چې افغانستان څنګه کړو، افغانان څنګه په خپل کور کې سره راټول کړو، افغانان څنګه خوښ کړو؟ نو زمونږ ټولو دا هیله ده چې افغانان د انتقام پر ځای د بښنې حس ډیر پیاوړی دي راځئ په افغانانو رحم وکړئ، خپل حساب په منطق تر لاسه کړئ. مونږ مه وژنئ، همدومره ظلم بس دی، د افغانانو په هر کور کې د ویر ټغر خپور دي، ړانده شو، کاڼه شو، ګوډ شو، په ملا مات شو، د خوښۍ حس مو مړ دي او نور مو مه وژنئ.
لږ مو مخ او شاته نظر وکړئ چې زمونږ ګاونډیان په څه حالت کې دي او مونږ په څه حالت یو؟
روان فرصت د ټولو افغانانو په ګټه دي او راځئ له دې فرصت څخه ګټه پورته کړئ.
د یو سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله