له هیواد سره مینه درلودل زمونږ ملي وجیبه ده!

ټول انسانان دا اقرار کوي چې مونږ له هیواد سره مینه لرو او هیواد راته د مور حیثیت لري خو هغه مینه چې هیواد یې له خپلو اتباعو غواړي او ضرورت ورته لري ندي څيړل شوي، افلاطون وايي :(د انسان ژوند په هیواد پوري تړل شوی ) او هیواد د یوه چا د هویت په ټاکلو کي ترټولو لومړنی ځای لري.
د ولسونو او ملتونو تمایز او تشخیص د هغوي د فرهنګ ، ثقافت او تهذیب په تشکل پوري اړه پيداکوي. یوملت ترهغو پوري ځانته جلا وجود او تشخیص نشي پيداکولای ترڅو چي ځانته قانون، کلتور، تهذیب او منښت ونه لري.

هیواد د یوه ولس د فرهنګ او تهذیب جغرافیایي حدود ټاکي او د یوه ولس د مادي او معنوي ثقافت تشکل د هغه ولس په اصلي ټاټوبي او د پيدا کیدو او ژوند په ځای پوري اړه لري. هیواد د مادي، تاریخي، اخلاقي، فرهنګي او ملي کیفیاتو یوه مجموعه ده چي د یوې ډلي انسانانو لپاره مشترک ارزښت لري.

وطنیت د ولسونو د کلتوریومهم جزدی ، ډیرپخواهم انسانان پر هیواد مین ول او اوس هم له هیواد سره مینه د تمدن او نوي مدنیت اساسي ټوک ګڼل کیږي.

په اسلامي ارشاداتوکي هم له هیواد سره مینه څانګړی مقام لري آن تردې چې ځیني کسان د یوې عربي مقولې په استناد له وطن سره مینه د ایمان یوه برخه ګڼي . حب الوطن من الایمان ؛ په ځان او مال باندي له جهاد کولو سره د هجرت د برابروالي اوتعادل اساسي دلیل هم دادی چي په هجرت کولو سره انسان د ژوند تر ټولو لویه قرباني (د وطن جدايي قبلوي) ورکوي.

له وطن او هیواد سره مینه او محبت ماځکه د خپلي دې لیکنې موضوع وټاکله چي اوس موږ (افغانان) تربل هرشي زیات وطندوستۍ ته اړتیالرو، زموږ ځوانان باید په اجتماعي احساس او هیوادنۍ رویه وروزل شي.
زموږ ولس چي اوس یوځل بیا راپورته شوی او د ځان جوړونې په هڅه کې دي ، ورته بویه چې ملت جوړنې او هیواد رغوني ته کلکه ملا وتړي. د ملت جوړول او دهیواد رغول قوی اجتماعي احساس ، ناسیونالیزم (ملت ګرایي) او وطندوستۍ ته اړتیا لري.

شته داسي علتونه چي زموږ له زړونو يي د وطن دوستۍ احساس کښلی او زموږ ځوانان يي له خپلو ملي نوامیسو او هیوادنیو ګټو بي خبره کړي دي، چي ددې علتونو څیړنه یوجلا سیاسی مبحث ته اړتیالري، خو څه چي اوس مهم دي زموږ په ځوانانو کې د وطندوستۍ د احساس راپيدا او تقویه شي.

ولسونه او ملت د یوه انساني شخص په څیر دخپل ژوندانه بیلابیل مراحل طی کوي او کټ مټ د یو انسان غوندي د کوچنیوالي ، ځوانۍ او پيرۍ دورانونه تیروي.

بشري جوامع او ولسونه د خپل ژوندانه په مختلو ادوارو کي مختلف احتیاجات او تقاضاوی لري چي که پرخپل وخت ورته خپل احتیاجات ونه رسیږي نو نه یوازي داچي وده نه کوي بلکي مري. زه فکرکوم نن زموږ ولس د یوه تازه پرپښو ولاړ شوي ماشوم غوندي ، نو کاره او نوی ولاړ شوی او دخپل ژوند په لومړۍ مرحله کي دی چې مجبور دي د هراز خنډ په مقابل کې سترې قربانۍ ورکړي.

که څوک ډير پرخپل ماضي باندي وچ کلک مفتخر نه وي او زموږ دملت په پروني شوخ شباب نه وي غره او د نن له حالته غافله کړی ښايي زماسره داومني چي زموږ په مخ کي یوبل شباب اوترهغه وروسته یوه بله د هرم دوره پرته ده.

زموږ ننی نو کاره ولس او نوی ولاړ شوی ملت که نن خپل احتیاجات درک نه کړي او دسباني شباب په تکل لاس او پښې ونه ښوروي اوځانونه اماده نه کړي نونشي کیدای چي موږ دي د دنیا دنورو ولسونو غوندي هر اړخیزه قوی ، خودجوشه اوخودکفا شو. نن زموږ د ولس او ملت تقاضا له وطن سره مینه اوملت ګرايي ده، وطندوستي ، ملت پالنه او ملي فکر زموږ د نن اساسي تقاضاده چې باید تر سره یې کړو.

نن د بل هر وخت څخه زمونږ ملت په خلاصو سترګو د خپل هیواد په سیاسي ثبات کې رغنده رول لوبوي او د خپلې ښې راتلونکې لپاره د زرګونو خطراتو په مقابل کې د بدلون غږ پورته کوي، خو مونږ ټولو ته پکارده چې هغه موانع چې د هیوادنۍ مینې په مقابل کې راپورته شوي وپیژنو او پر وړاندې یې سر راپورته کړو تر څو خپلو موخو ته ځان ورسیږو، داچې زمونږ د هیوادنۍ مینې په مقابل کې کومې ستونزې پرتې؟ د لیکنې د اوږدوالي له امله په بل مبحث کې ورباندې تفیصلي خبرې کوم.