سولې ته د رسیدو په خاطر باید ځینې بغاوتونه شنډ شي!

افغانان چې تل د سولې راتګ ته انتظار باسي او کلون - کلونه یې ددې سپیڅلې فضاء په خاطر د خپلې کورنۍ، قوم او هیواد خواږه او تاند ځوانان قربانۍ کړي تر څو د نورو افغان نسلونو لپاره داسې هیواد په میراث کې پریږدي چې نور د څلورو تورو لسیزو رنګ ونلري، خو بدبختانه تر اوسه افغانان ددې ورکې فضاء څرک ندي لیدلي.

دا څلور لسیزې ډیرې مختلفې دورې وې چې د وخت حکومتونو د خپل قدرت د دوام په خاطر نه غوښتل چې سوله راشي ځکه په سوله کې دوي خپله راتلونکې تیاره لیدله او نه یې غوښتل چې ددې هیواد بچیانو لپاره ودان او پرمختللي افغانستان په میراث کې پریږدي، ځینو حکومتونو ددې پر ځاي چې سوله وکړي ملت یې د سرو لمبو لاندې کړ چې په زرګونه بې افغانان یې د خاورو لاندې کړل، ځینو حکومتونو د بیا د ملت محکومیدل خپله اجنډا بلله ...... اما هیچا ددې هیواد پر وګړو رحم ونکړ. تنها طالبانو ته د انتقاد ګوته نشي نیول کیدای چې یوازې دوي د افغانستان سره خیانت کړي بلکې داسې ډیرې ډلې شته چې شتون یې له طالب او داعش څخه بدتر دي.

ولې همدا ډلې تر پرونه چا محکمې ته راکش نکړې چې په کړو جنایاتو یې محاکمه کړي اما برعکس نور هم ورته امکانات ورکړل شول او افغانان بلخصوص پښتانه یې د داسې ظلم لاندې راوستل چې په هیڅ تاریخ کې هم ندي تر سره شوي. خپل سره وسله والې ډلې، د مخدره توکو قاچاق، د تورو کارونو ټیکه داران ډیر زیات دي چې د هیواد پنځوس سلنه نا امنیو کې مستقیم دخیل دي، خو تر اوسه مونږ پر دوي فکر هم ندي کړي او ددوي بغاوت هم په طالبانو اچول کیږي، دا په ښکاره بغاوت کې لګیا دي آیا دوي سره هم سوله وشي؟

د حکومت وسله وال مخالفین ، د مخدره توکو مافیا، د ځمکو غاصبین، د معدنیاتو غله ..... د دوي ټولو په سوله کې خیر نشته؛ ځکه په سوله کې بیا د جګړې د دوام لپاره څوک سرمایه ګذاري نشي کولاي، د مخدره توکو د قاچاق مخه نیول کیږي ..... که د سولې تعریف ته ځیر شو نو سوله د جنګ د نه موجودیت څخه په زیاته معنی سره تعبیر شوې؛ یعني بدون د جنګ نه، سوله د خلکو تر منځ ښیګڼې، یووالی، ورورګلوي، انساني او اسلامي مقدساتو ته احترام رامنځته کوي. که چیرې مونږ د اسلام او سلام سپیڅلو کلمو ته چې عربي کلمې دي ځیر شو نو اخري مفهوم یې د خدای ج په سولې او امن سره انتها کیږي بلآخره دا د مسلمانانو په فرهنګ کې یوه ډیره عمده او مهمه موضوع ده خو د ځینو یاغیانو لپاره د سولې کلمه د اسلام د سپکاوي، د هیواد د بربادي، د افغانانو په د در په درۍ په معنی سره تعبیریږي.

نباید زمونږ فکر تنها په جګړه مصروف وي چې یوازې د جګړې درول کولای شي چې مونږ دایمي سولې او ثبات ته ورسوي بلکې نورو اقداماتو ته هم ضرورت شته چې غواړم یادونه ورڅخه وکړم.
مونږ باید سیاسي باغیان له غیر سیاسي باغیانو څخه جلا کړو.

بغاوت هم په دوه ډوله ویشو چې لومړی: یې هغه ډله ده چې په غرونو، ښارونو او کلیو کې پراته دي وسله یې پر اوږه ده چې بې موجبه د حکومتي مسولینو تر څنګ د ډیرو بې ګناه انسانانو وینې تویوي چې موخه یې هم روښانه نده چې څه غواړي او له چا څخه یې غواړي، د خلکو پر مینځ کې انتحار، د سړک ورانول ، د انجینر وژل، د ښوؤنځي سوزول، په لویو لارو کې د پلونو آلوزول او هغه کړنې چې حکومت له پښو غورځوي او د تضعیف حالت ته یې رسوي ؛ چې ددې ډلې باید سوله وشي، غوښتنې یې په پام کې ونیول شي او د مذاکراتو له لارې ورته ددې زمینه برابره شی چې دوي د خپلې اوږې څخه وسله کښته او یو بل ته د ورورګلوۍ غیږه خلاصه کړي او د هغو اعمالو چې دوي مخکې ترسره کول موانع وګرځول شي او همدارنګه په ټول هیواد کې د سولې سفیران شي .
دوهمه ډله: بیا د وینا (د لرګي چنیجی) په څیر ده چې ظاهره نه ښکاري اما د لومړۍ درجې باغیانو څخه مضره ده؛ دا ډله د نظام پایې ختموي، په کورنۍ او بهرنۍ کچه یې حیثیت ښکته راغورځوي، په نظام کې دننه د بې باورۍ فضاء ترسیموي، خیانت کوي حکومت دې کچې ته رسوي چې په هغې کې د مظلوم ملت وینه وزبیښل شي. قانون ته غاړه نه ږدي، قانون تر پښو لاندې کوي، دوي په هیواد کې د مافیا کارونه کوي ( د مظلومو خلکو جایدادونه غصبوي ، د مخدره توکو قاچاق کوي، معدنونه په غیر قانوني ډول اخراجوي)......... او داسې نورې لسګونه غیر قانوني کړنې ترسره کوي چې د وخت په تیریدو سره د نظام پایښت له منیځه وړي او بالاخره د نظام د سقوط لامل ګرځي چې ددې ډلې بغاوت باید د مختلفو لارو چارو محکوم شي لکه (سیاسي، ډیپلوماتیک، ټولنیز او استخبارات) تر څو دوي له مینځه یوړل شي او د لومړۍ ډلې ته د سولې زمینه برابره شي.

دا چې د حکومت د استقرار او دوام په خاطر دوهمه ډله له مینځه یوړل شي او یا هم تضعیفه شي تر څو په لومړنۍ ډلې د حکومت حاکمیت زیات شي او وشي کولای تر څو په یوه وخت دواړه ډلې په سم ډول مدیریت شي ځکه دواړه ډلې په پوره قدرت سره د کورنیو او بهرنیو حلقو له لوري حمایه کیږي تر د حکومت پر وړاندې خنډونه ایجاد او ملت د تباهي کندې ته ټیل وهي.