
د افغانستان د جګړو مخینه تقریبآ له څلورو لسیزو څخه اوړي چې په یادو جګړو کې یوازې او یوازې افغانان قرباني دي، د روانو جګړو په ترڅ کې یوازې د افغان په خاوره اور بل دی، یوازې افغان میندې په سرو اوښکو د ژوند ورځې او شپې تیروي، یوازې افغان ماشومان دي چې د ښوؤنې او روزنې له سترو نعمتونو څخه بې برخې دي او د سوال کچکول یې په لاس کې نیولی، یوازې افغانۍ پیغلې دي چې د ځوانۍ په بهارونو نه پوهیږي او د واده څخه دوه یا درې کاله وروسته خپل ځوان خاوند د جګړو په ترڅ کې له لاسه ورکوي. د هیواد د اقتصادي پراختیای دستګاه د جګړو له امله فلج شوې او ځوانان د بیکارۍ له امله په داسې اعمالو لاس پورې کوي چې د قانون خلاف او د حکومت په زیان تمامیږي.
خو پوښتنه دلته را ولاړیږي چې تر کومه به افغانان د پردیو جګړو له امله داسې بې سارې قربانۍ ورکوي؟ او کله به افغانان یوې باثباته سولې ته لاسرسی پیدا کوي؟ دا او دې ورته پوښتنو ته باید ځواب پیدا کړل شي. لومړی دا چې د سولې بهیر او د سولې کلمه هم د افغانانو لپاره تکراري شوې د تیرې یوې لسیزې را پدیخوا د سولې د راتګ او د جګړو لړۍ ته دپای ټکي کیښودو په خاطر حکومت په سلګونه برنامې جوړې کړې، ولسونو د سولې غږ په ټول هیواد کې بدرګه کړی، خویندو خپل پلو د جګړې ښکیلو خواو ته وغوړاوه، افغان با احساسه زلمیانو د جګړې د ختمولو او سولې راوستلو په خاطر نه خوړو اعتصابونه وکړل، ولایت په ولایت پلي وګرځيدل، لوڅې پښې د هیواد له مرکز څخه د هیواد شمال ته لاړل، ولږه، تنده، خطرونه او ناروغۍ یې په ځان قبولې کړې خو یوې ستونزې ته یې هم د حل لاره پیدا نکړه. د افغانستان د تیرو څه باندې څلورو لسیزو روانو جګړو حل هم زمونږ د هیواد په داخل او هم بهر ډیرې ستونزې وځیږولې، د نړۍ لوي آټومي قدروتونه د افغان په خاوره خپل زور آزمایي او د په دا خاوره کې خپل تاریخ جوړوي، زمونږ ګاونډیو هیوادونو ته هم د افغانستان جګړه په یوې اقتصادي دستګاه بدله شوې او له دې لارې د نورو مذهبي او غیر مذهبي هیوادونو څخه په میلیاردونو ډالر تر لاسه کوي ، د مادیاتو په سر د افغان حکومت په وسله والو مخالفینو کې هم ډلې او ټپلې جوړې شوي او په جلا ډول د افغان جګړې څخه مکافات تر لاسه کوي، په کور دننه زمونږ د سیاسینو لپاره جګړه د قدرت ساتلو یوه وسیله ګرځیدلې او د جګړې په بهانه یې خپلې چوکۍ په ځان پورې تړلي ، په کور دننه قومي او مذهبي اختلافاتو لپاره روانه جګړه یوه ښه وسیله ده تر څو وشي کولای د سني او شعیه او نورو مذهبي ډلو تر مینځ اختلافات رامینځته کړي او داسې نور.......... نو همدا لاملونه دي چې د افغانستان جګړه یې په څو اړخیزه معضله بدله کړې او حکومت د سولې په راوستلو کې ناچاره شوي. که څه هم له تیرو دوه کلونو راهیسې د افغانستان حکومت او افغان ولسونو د سولې د راتګ لپاره داسې فضاء اماده کړې چې د سولې راتګ لپاره هیڅ ډول ستونزه نه تر سترګو کیږي. د تیر یوه کال راهیسې د افغانستان د روانې جګړې د مشروعیت او نه مشروعیت په خاطر د هیواد د علماؤ تر څنګ د مسلمانې نړۍ علماؤ هم ناستې ترسره کړي او روانه جګړه یې نامشروع او فتنه بللې، په کابل کې د علماؤ ناسته، په اندونیزیا هیواد کې د مسلمانو هیوادونو د علماؤ ناسته، په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د علماؤ ناسته په تاشکند کې د غربي نړۍ د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته او د افغان سولې څخه ملاتړ اعلانول، د کابل د سولې بهیر ناستې چې د نړۍ د څه باندې اتیا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون کړی وه او د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړی، په کور دننه د سولې پرلتونه، د سولې کاروانونه، د سولې کنفرانسونه او داسې نورې چارې ترسره شوې او د سولې نوم یې د هیوادوالو تر غوږونو ورساوه او خلک یې د سولې په ارزښت پوه کړل، نړیوالو هم د سولې دې سترې داعیې ته اوس متوجه شول او د خپلو ملي ګټو په خاطر یې سوله یوازینۍ د حل لار پیدا کړه، د افغانستان جګړه ګټونکي نلري او د جګړې ښکیل لوري زیار باسي تر څو زمونږ په هیواد کې په مشروط ډول د جګړو لړۍ ته د پای ټکی کیږدي.
نو په همدې اساس د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې لپاره خپل استازی زلمی خلیلزاد وګماره تر څو په شپږو میاشتو کې د افغانستان کشاله ختمه او افغانانو ته د سولې راوستلو څرک ور په نښه کړي، زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې تړاو د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې خپلو سفرونو او ناستو ته دوام ورکړ او له هغو هیوادونو سره یې د افغان سولې په تړاو ناستې تر سره کړې چې د افغانستان په جګړو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ښکیل دي. خو دا چې د افغانستان شخړې ډیرې پیچلي دي نو نشي کیدای چې سوله دي په یوه ورځ زمونږ هیواد ته راشي. د افغانستان په سوله کې به عملي ډول سره د سیمې او زمونږ ګاونډي هیوادونه هم له پوره صداقت او ریښتینولۍ څخه کار نه اخلي او د خپلو ګټو په اساس د سولې مرکزیت له مینځه وړي. د سولې پروسه کله بیخي نږدې شی او کله دومره لرې شی چې تصور یې نشی کیدای بلکې افغان حکومت په بین الافغاني مذاکراتو باور لري او بین الافغاني مذاکرات د جګړو د ختمولو لپاره یوازینۍ د حل لار بولي. طالبان بیا د افغان حکومت سره د خبرو کولو څخه ډډه کوي چې ګویا افغان حکومت مستقل ندي او نه غواړي چې سولې په تړاو ورسره کیني. افغان ولسمشر طالبانو ته خپلې غوښتنې مطرح کړي خو یوې غوښتنې هم د مقابل لوري څخه مثبت پیغام ندي راوړي؛ د جګړو ښکیل لوري په خپلو غوښتنو تاکید کوي او داسې شرایط مخکې ته ږدي چې سوله ناممکنه کوي ، د روان کال د حوت د میاشتې په اواخرو کې ولسمشر د افغانستان د سولې په تړاو ملي مشورتي جرګه را وبلله تر څو د سولې په تړاو د خلکو غوښتنې، نظریات او وړاندیزونه واخلي او وروسته به یې افغان ولسمشر د سولې په روان بهیر کې ورڅخه استفاده کوي. کچیرې د جګړې ښکیل اړخونه په ریښتیا هم د سولې په تړاو نیک نظر لري او غواړي چې د افغانانو له کوره د جګړې ټغر ټول شي نو دواړه لوري باید لاندې برخې په نظر کې ونیسي.
- دا چې د جګړې دواړه لوري افغانان دي باید بین الافغاني مذاکراتو له لارې افغان کشالې ته د پای ټکی کیږدي.
- د افغانیت پر اساس دې د افغان سولې په تړاو هیچاته دا صلاحیت نه ورکوي تر څو ددوي تر مینځ روغه جوړه وکړي؛ دا ابتکار دې په خپل لاس کې واخلی تر څو د بریالیتوب پړاو ته داخل شي.
- کچیرې دواړه لوري د بین الافغاني مذاکراتو څخه خارج شي نو نور هیوادونه د خپلو ګټو پر اساس د سولې پروسه د سولې په پروژه بدلوي او د خپلو منافعو په خاطر دغه کم فرصتونه چې په لاس راغلي سبوتاژ کوي.
- د سولې په تړاو دې دواړه لوري له داسې شرایطو څخه ډډه وکړي چې یو لوری یې هم نشي زغملای.
- د سولې لپاره دې یو مرکزیت برابر شي چې له هماغه مرکز څخه د سولې ټولې کړنې کنټرول شي او په بیلابیلو هیوادونو کې د سولې په تړاو ناستې نه تر سره کوي.
- دا هیواد یوازې د افغانانو کور دي نو افغانان به دا کور جوړوي او بل څوک نشي کولای چې دا توقع ورڅخه وشي چې دا کور به دوي جوړوي، د جګړې ښکیل لوري باید هغه چاته د مداخلې اجازه ورنکړي چې په دې کور کې خیر نه غواړي.
- د ملي مشورتي جرګې چې په روانه میاشت کې جوړیږي او د ملت استازي به پکې شامل وي د جګړې ښکیل لوري دې پکې ګډون وکړي او هر هغه فیصله چې د ملت استازي یې کوي دواړه لوری ومني.
- دواړه لوری باید د افغانستان په ملت رحم وکړي، د قدرت او چوکۍ شوق څخه باید تیر شي، د پیسو او نفوذ له ذوق څخه باید لاس په سر شي او ددې مظلوم ملت چې د څه باندې څلویښتو کلونو راپدیخوا د اور په لمبو سوزي رحم وکړي او د جګړو ټغر دې له دې هیواده ټول کړي.
په پای کې د یو سوله ایز افغانستان په هیله