
افغانستان ته جنرال دوستم ډېر خيانت کړی او که پاکستان ته نواز شريف؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف او د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد که څه هم د يو او بل سيال او د پرتلې وړ نه دي، خو بيا هم په يو څو ټکو کې سره ورته دي.
- نواز شريف د خپل وخت لومړی وزير، د واک او ځواک څښتن وو، خو نن په زندان کې دی.
- جنرال دوستم د هېواد د ولسمشر لومړی مرستيال وو او دی. نوموړی د خپلو سرکشيو او بغاتونو له امله له هېواد شړل شوی، خو د زورواکۍ په اساس څوګ په رسمي ډول دا جرئت نه شي کولی، چې ولې شړل شوی او په کوم ډول مجرم دی؟
- نواز شريف په مالي فساد تورن دی. نه يې خپل خلک وژلي او نه يې جنسي تيري کړي. نواز شريف د خپل هېواد لپاره د افغانستان غوندې يو ګاونډ هېواد هم ټوټه کړ او خپلې ملي ګټې يې په کې خوندي کړې.
- جنرال دوستم د قوم پالنې او ګوند پالنې په پار، په شمال کې د ترهګر او طالب په نوم د پښتنو جېنوسايډ (عام وژنه) هم وکړ. په سپين ږيري افغان يې جنسي تيري هم وکړ او ملاتړو يې دولتي ودانيو ته اور هم ورکړ. خو نوموړی به بيا هم په جګو سترګو او له تود هرکلي سره هېواد ته راستون شي.
کورنۍ جګړې، د وخت د ولسمشر ډاکټر نجيب الله سره خيانت او نور ورته څېزونه هغه څه دي، چې د نوموړي پلويان يې تنها نه يادوي بلکې نور پخواني زورواکي، جهادي قومندانان او مشران هم ورسره تړلي.
د جنرال دوستم او نواز شريف ترمنځ توپير:
لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، نواز شريف کوم داسې ستر ملي خيانت د خپل هېواد پر وړاندې نه دی کړی، چې له مرګ - ژوبلې ډک وي او يا يې په حق العبد باندې تيری کړی وی. د پاکستان د احتساب د محکمې د پرېکړې په اساس، نوموړی له پاکستان بهر شتمنۍ او پانګه لري، چې مالي فساد دی او نوموړي د پاکستان ولس ته د دغه پانګې او شتمنيو سپينوي نه دی ورکړی. همدا د محکمې حکم او قانون لامل شو، چې نواز شريف تېره ورځ، هېواد ته له راتګ سره يوځای د ايډياله په نوم زندان ته واستول شي.
دغه زندان د هغه کسانو لپاره دی، چې د محکمې له خوا د سختې سزا په ورکولو محکوم شوي وي. نواز شريف او د نوموړي لور مريم نواز ته به په دغه زندان کې د سزا په ډول، د زندان د پاکوالي چارې، نورو زندانيانو ته د زده کړو ورکول، په زندان کې پخلی او نورې هغه چارې چې ګټه يې دولت ته رسيږي، ورسپارل کيږي.
خو له بلې خوا، جنرال عبدالرشيد دوستم چې په حق العبد پرر تيري متهم دی، جنګي جرمونه او انسان وژنه يې کړې ده او پلويانو يې ملي شتمنۍ هم وسوځولې، هېواد ته راځي. نوموړی ته به هرکلی کيږي، د ګلونو ګډۍ به ورړل کيږي، قهرمان به ورڅخه جوړيږي او دی به هم خپله زورواکي او خپل سري د وسلو او زورواکو په نندارې ولس ته بيا وښيي.
نواز شريف د خپل هېواد ملي ګټې خوندي کړې او د خپل هېواد په پار يې د نورو کسانو ژوند او مال اخېستی دی. خو جنرال دوستم د نورو په پار د خپل هېواد خلک او ملي ګټې قرباني کړې دي.