
روهي (شنبه/۲۳مه د چنګاښ)، د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» لندن ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د انګلستان له لومړۍ وزیرې «ټېریسا مې» سره خبرې-اترې وکړې.
دغه کتنه یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شوه، چې «ډونالډ ټرمپ» په خپل مرکه کې له اروپايي ټولنې څخه د انګلستان د وتلو په مسئله کې د «ټېریسا مې» په مذاکراتو سختې نیوکې کړي وې.
د انګلستان لومړۍ وزیرې «ټېریسا مې» د تېري پنجشنبې په ماښام د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» او لومړۍ مېرمنې «ميلانيا ټرمپ» لپاره د لندن په شمال لوېدیځ کې د اولسمې پېړۍ په یوې ماڼۍ کې د شپې ډوډۍ تیاره کړې وه.
د «بلنیم» په نوم دغې پخوانۍ ماڼۍ کې «ټرمپ» د خپلو مرکو په جريان کې د انګلستان له «سن ورځپاڼې» سره په مرکه کې له اروپايي ټولنې څخه د انګلستان د وتلو په مسئله کې په «ټریسا مې» باندې نیوکې وکړې، خو له یو بل سره د دواړو مشرانو تر کښېناستو وروسته هر څه سم معلومېدل.
ټرمپ وويل، «مونږ دلته په سوداګرۍ او پوځي چارو بحث کوو، د ترهګرۍ پرضد له يو شمېر مهو کارونو څخه لیدنه کوو، چې له امریکا سره په همغږۍ ترسره کیږي. زمونږ اړیکې اوسمهال تر پخوا ډېرې زیاتې رغېدلي او غښتلي شوي. مونږ به راتلونکې کې په رښتیا هم ډېرې ښې اړیکې لرو.»
برتانيا کې د امریکا سفیر «ووډي جانسن» ويلي، ولسمشر ټرمپ ځکه په «هیلي کوپټرو» کې ګرځي، چې له دغه سفر څخه زیاته ګټه ترلاسه کړي او په دې ۲۴ ساعتونو کې ډېر کارونه سرته ورسوي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د «هیلي کوپټرو» له لارې د انګلستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه وکړي. همدارنګه ټاکل شوې، چې نوموړی به له برتانيايي ملکې «الیزابیت» سره هم په «وینډسور» ماڼۍ کې ليدنه وکړي.