
روهي (شنبه/۲۳مه د چنګاښ)، د پاکستان بلوچستان ايالت په «مستونګ» سیمه کې د یوې ټاکنیزې غونډې پرمهال په يوه ځانمرګي بريد کې د صوبايي اسمبلۍ د یوه نوماند په ګډون شاوخوا ۸۵ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د روغتیا وزیر «فیض کاکړ» رسنيو ته ويلي، دغه برید د بلوچستان عوامي ګوند د نوماند «نوابزاده سراج ریساني» پر غوڼده ترسره شوی، چې خپله «سراج ریساني» هم په برید کې وژل شوی دی.
د بلوچستان د «مستونګ» کمشنر «قایم خان لاشاري» ويلي، ياده پېښه کويټې ښار ته نږدې شاوخوا ۳۵ کیلومتره لېري په «رینګړ» نومې سیمه کې د پخواني اعلی وزیر «اسلم ریساني» د ورور «سراج ریساني» په انتخاباتي لاریون کې رامنځ ته شوې ده.
په پاکستان کې د انتخاباتي کمپاین تر پېلېدو وروسته «بنو» کې دا پر یوه کاندید دوهم برید دی، چې ترسره کيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې دوې ورځې وړاندې په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند د نوماند «هارون بلور» په ګډون ۲۱ کسان په یوه چاودنه کې وژل شوي وو.