د جاپان دوه لوی بانکونه به د ایران سره راکړه-ورکړه تر راتلونکي نومبر پورې بنده کړي

روهي (جمعه/۲۲ د چنګاښ)، د «رویټرز» د خبر په اساس، د جاپان «میتسوبیشي» او «میزوهو» دوه لوی بانکونه به پر ایران د امریکا متحده ايالاتو د بندیزونو له امله ددغه هيواد سره بانکي راکړه-ورکړه وځنډوي، په داسې حال کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د امریکا له متحدانو څخه غوښتي، چې پر ایران د لګېدلو بندیزونو ملاتړ وکړي.
 
د «رویټرز» خبري آژانس خبر وايي، «میتسوبیشي» خپلو مشتريانو او پېردونکو ته خبرداری ور کړی، چې له ایران سره به يې مالي راکړه-ورکړه د راتلونکي نومبر میاشتې تر ۴مې نېټې پورې بنده شي او که په دغه موده کې کوم تغير او بدلون پېښ شو، نو خپل مشتریان به پرې خبر کړي.
 
«میزوهو» بانک رویټرز ته ویلي، چې دوی به د ایران پر وړاندي ورته پرېکړه وکړي.
 
د امریکا دولتي چارواکو ویلي، خوراکي توکي او درمل پر ایران په لګېدلو بندیزونو کې نه راځي، خو په دې اړه چې دغه معافیت به څنګه عملي شي، تراوسه څه نه دي ویل شوي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه، ملاتړي هېوادونه پر ایران د امریکا لخوا د لګول شویو بندیزونو ملاتړ ته ور بللي دي.
 
دا په داسي حال کې ده، چې پرون پنجشنبه، د امریکا د مالیې وزیر «سټیو منوچین» هم د امریکا لخوا پر ایران د بندیزونو د لګولو پر سیاست ټینګار کړی وو.