شيخ عبد الرحمن السديس وپېژنئ

شيخ عبد الرحمن السديس وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړه او کورنی ژوند:
عبد الرحمن السديس په ۱۹۶۰ ز کال کې د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض ښار کې زېږدلی دی. نوموړي وداه کړی، پنځه لورګانې او څلور زامن لري.

زده کړې:
- عبد الرحمن السديس په ۱۲ کلنۍ کې سپيڅلی قرآن کريم په ياد زده کړ.
- په ۱۹۷۹ ز کال کې يې په رياض کې د ښوونځۍ دورې زده کړې بشپړې کړې.
- عبد الرحمن السديس په ۱۹۸۳ ز کال کې د رياض له اسلامي پوهنتون څخه په اسلامي شريعت کې د ليسانس سند تر لاسه کړ.
- همدا ډول يې تر ۱۹۹۵ ز کال پوري، په اسلامي شريعت کې خپله ماسټري او دوکتورا بشپړه کړه.

دندې:
- عبد الرحمن السديس د زده کړو له بشپړتيا وروسته د رياض په اسلامي او د اُم القراء پوهنتونونو کې د استاد او مرستيال پروفيسور په توګه دندې تر سره کړې.
- نوموړي په ۱۸۴ ز کال کې چې عمر يې ۲۴ کلن وو، خپله لومړۍ خطبه وړاندې کړه.
- له ۲۰۱۲ ز کال څخه بيا تر اوسه، عبد الرحمن السديس په سعودي عربستان کې د حرمینو شريفينو د جوماتونو رييس دی.

د عبد الرحمن السديس ليدلوري:
- په ۲۰۰۳ ز کال کې د عبد الرحمن السديس په اړه يوې تر سره شوې څېړنې وويل، چې نوموړی په سوله باور لري او په اسلام کې هېڅ ډول ځای تاوتريخوالي ته نه ورکوي. دغه څېړنه ليکي، چې د عبد الرحمن السديس په ليدلوري کې په افغانستان، کمشمير، فلسطين، سوماليا او عراق کې هغه جګړې او ناخوالې چې اوس د ياد هېوادونو مسلمانان ورسره مخ دي، يوازې د خبرو او سولې له لارې حل لري. نوموړي د مسلمانانو ترمنځ او د نړۍ د نورو دينونو سره د مسلمانانو د ستونزو د حل لار خبرې - اترې ښوودلي.

خو په ورته وخت کې نوموړی د ډېری مسلمانانو تر نيوکې لاندې هم دی. له لوديځې نړۍ سره د نوموړي خپلې اړيکې او د نوموړي په شتون کې له غربي نړۍ سره د سعودي عربستان نېږدې کېدل، پر نوموړي د نيوکې لامل کيږي. نيوکه او ناخوښي دا ده، چې د اسلامي نړۍ په روانو ناخوالو او جګړو کې سعودي عربستان او په ځانګړي ډول اسلامي علماء د ارزښت او درناوی ځای لري، خو دوی د مسلمانو په ستونزو يا چوپ پاتې دي، يا دا چې بې ځايه لاس وهنې يې هم کړي دي.

په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې له شروع څخه هم سعودي عربستان داسې کوم دريځ نه درلود چې په څرګند ډول د افغان دولت او هم يا وسله والو مخالفو ډلو ترڅنګ ودريږي. سعودي عربستان د جګړې په دوره کې له افغانستان سره ډېپلوماټيکې اړيکې درلودلې او په ځينو برخو کې يې مالي او اقتصادي مرستې هم کولې. له دې هر څه سربېره د سعودي عربستان او هلته د شته ديني عالمانو لکه عبد الرحمن السديس په اړه ادعا کېدله چې د افغان دولت له مخالفو وسله والو ډلو سره پټې مرستې کوي او ورسره همکاري لري.

تازه تېره اونۍ، د سعودي عربستان د دولت په کوربتوب، د اسلامي کنفرانس او د ياد هېواد د نامتو ديني عالمانو په مشرۍ، په دغه هېواد کې د نړۍ د اسلامي هېوادونو د عالمانو ناسته تر سره شوه او په افغانستان کې يې روانه جګړه ناروا وبلله.

د سعودي عربستان په دغه اقدام سره د افغانانو هيلې سولې ته پيدا شوي او له دغه هېواد څخه يې مننه کړي او په دې برخه کې يې د سعودي عربستان هڅې ستايلي دي