د جمعيت، وحدت او جنبش ګوندونو يوه بله سپین سترګي او له ملي ګټو سره دښمني

د جمعيت، وحدت او جنبش ګوندونو يوه بله سپین سترګي او له ملي ګټو سره دښمني
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
نظام قيصاري يو سيمه ييز قومندان وو. نوموړی د يو ولايت په سطحه هم د بحث څېره نه وه. خو اوس نوموړی ملي څه چې د نړۍ په کچه د بحث او خبرو سياسي څېره شوه. نظام قيصاري د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې يو سيمه ييز زورواکی، اربکی، ملېشه او قومندان وو. خلکو يې پر وړاندې شکايتونونه کول او ده هم له قدرت او صلاحیت لوړ ګواښونه. د نوموړي د اعمالو په غبرګون کې حکومت لاس په کار شو، قيصاري يې ونېولو، د قانوني چلند او پوښتنو لپاره يې کابل ته را وست.

د نوموړي نېونه عطا محمد نور، محمد محقق، جنرال دوستم، امرالله صالح او نورو زورواکو دومره لويه موضوع کړه، چې هم يې مرکزي حکومت ته ګواښونه وکړل او هم يې د افغانستان په يوې کورنۍ ستونزې نړۍ خبره کړه. دا څرګنده ده، چې دوی د قيصاري له غمه مړه نه دي، خو دوی د قيصاري په زنداني شتون کې خپلې شخصي، ګوندي او قومي ګټې ليدلي دي او غواړي له دغه موقع عظيمه ګټه واخلي او موخو ته ورسيږي.

د نظام الدين قيصاري په نېونه حکومت يا ملامت دی او يا هم نه؛ خو په حقيقت کې دا دومره موضوع نه وه، چې په دومره لويه کچه غبرګون ورکړل شوی وای.

کله چې عطا محمد نور، محمد محقق عبدالرشيد دوستم، امرالله صالح او نورو په خپلو ناستو کې د ملي يووالي په اړه خبرې کوي، د ټول افغانستان په سطحه ځانونه مسوول او چارواکي يادوي، په ملي مسايلو کې دننه کيږي، د ملي کلمې په تړلو سياسي خوځښتونه او ډلې رامنځ ته کوي او هر وخت دا دروغجنه ادعا کوي، چې د ملي ګټو په پار مبارزه کوي، نو بيا د قيصاري قضيه ملي موضوع ده او که د افغانستان سوله؟ دوی په پوره سپين سترګی سره د افغانانو پر وړاندې توپيري حرکتونه کوي. د خپلو ګټو په پار کوچنۍ ستونزې لوې کړي او هغه اصطلاح؛ چې اوبه خړې کړي او کبان په کې نيسي.

د سعودي عربستان ناسته د افغان سولې په اړه وه. سوله د جګړې پای دی او د جګړې پای بيا د نامشرع ګټو پر وړاندې د دروازو تړل کېدل دي. دغه ښاغلي خو په دا ډول سپین سترګي کوي، چې ګوندي ګټې د ملي په نوم او ملي مسايل واړه کړي او په يو قوم پوري يې وتړي. خو ملي مسايلو او ګټو سره يې دښمني دا ده، چې نه طالبانو او غواړي او نه هم سوله.

لکه څه ډول چې مو وړاندې وويل، چې سوله د جګړې پای او جګړه د نامشروع ګټو پای دی، نو جمعيت، وحدت او جنبش ګوندونه تيار نه دی، چې په لاس ورغلې ګټې د سولې قرباني کړي.

د قصياري په قيضه يې نړۍ راخبره کړه، خو په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د هېوادونو په لويه ناسته يې خولې چوپ پاتې دي، ځکه دا ناسته د ولسمشر غني د هلو - ځلو پايله او ملي مساله ده.

دوی له سولې سره دښمني لري خو په څرګند ډول نه. لکه څه ډول چې طالبانو دغه ناسته رد کړه، ايران او پاکستان په کې ګډون ونه کړ؛ د جمعيت، وحدت او جنبش ګوندونه به هم خپل منفي غبرګون په يوې بلې بڼه او جامه کې وښيي؛ خپله سپین سترګي او له ملي ګټو سره دښمني به څرګنده کړي.