ګورم پاڼه په پاڼه زيړ ګلـــــونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
موده کیږې چې اختیار د خاموشي ده
په دغه خاموشی کې د دردونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
چې حال د کله زړه ته رانيږدې شي
په خپل ځان مي سره اورونه بلوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
ستا پوهه استعداد د ډيرو زيات دی
سلام سره یو ځای ګلابونه درلیږم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
د غمونو زنده ګۍ کې خوښي نه شته
پردیس وهلې زړه ته ملهمونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
ستا زړګې کې به د چا مینه اوسیږې
زه د په هر ګل کې تصویرونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
زه په خپله شاعر نه یم ما معاف کړه
خو ستا په لاس لیکلې غزلونه ښکلوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
چاپیر شوي رانه ټول پردي پردي دی
د خپلو خلکو ورک یم دیدنونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
زه لټون ملنګ ستا نظمونه غواړمه
کچکول مي په غاړه خیراتونه ټولوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
داود لټون
وروستي