کله چې متحده ايالاتو امريکا ته راغلم په هغه وخت کې مي کور ته د يوې درنې پښتنې کورنۍ يو تنکی ځوان راغی.
د ځوان د خوشحالولو لپاره مي ټائپ ته د شاولي استاد کسيټه ورواچوله. شاولي استاد په خپل ښايسته اواز کې څو څو ځله د ګودر نوم ذکر کړ .
تنکې ځوان د ماشومتوب وختونه په ښار کې تير کړي وو خو بيايې هم د پښتونوالۍ احساسات په مخ کې له ورايه ښکاريدل نو ځکه يې په خندا سره راته وويل چې دا ګودر څه رنک ځاي وي چې دومره صفتونه يې په سندرو کې کيږي ؟ زه ډير خوشحال شوم چې ځوان دا پوښتنه راځنې وکړه.
ما ورته وويل چې ګودر د افغانستان په کليوالي سيمو کې د پاکو اوبو د ذخيره کولو ځای ته وايې.
زموږ د کلي ګودر د شين لوړ چنار لاندي وو. هر مازديګر به کليوالې پيغلې داوبو د وړلو په پلمه له منګيو سره يوځای ګودر ته راوتلي او هلته به يې د زړونو خواله سره کوله او همدا رنکه پيغلو ته ځوانانو هم کتل.
پخوا به ډيرو کليوالې پيغلو او ځوانانو ترمنځه مينه له ګودر څخه پيل کيده, همدا وجه ده چې ګودر ته د يو رومانتيک ځای په سترګه کتل کيږي ځکه ډيرو شاعرانو هم په خپلو اشعارو او لڼډيو کې ياد کړئ دی او يادوي يې.
داده زه به يې هم په يوڅو ماتو ګوډو لنډيو کې ياد کړم:
په ګودر شړکنده باران دی
ښکلې ليلا د تن جامو کې پټومه
ګودر کې ستا لپاره ناست يم
که ته رانه شي شپه همدلته تيرومه
اوبه په لپو ماته راکړه
که په بدل کې زړګۍ غواړې در به يې کړمه
منګی دې نيم ډک که شيرينې
چې سبا بيا په ګودر وکړو ديدنونه
وروستي