غزل

ښکی حسن دې ولاړ په کوم کړنګ دی
ګلې! سیوری دې زما غریب تر څنګ دی
سپینه ورځ کې دې په سترګو لیدای نه شم
توره شپه کې مې له غمه زړګی تنک دی
ستا لیدو ارمان نیګړی ګرځومه
زېړ ګلاب په شانې شوی زما رنګ دی
ستا د ژوند هره شېبه دې وي رنګینه
خیر که ما باندې د خپل کور دېوال ړنګ دی
په دې ښکې ویرجنیا به دې ورنه کړم
اې وطنه! لټون ستا د در ملنګ دی