
دوه لاملونه؛ چې د سعودي په ناسته کې د طالبانو، پاکستان او ايران نه ګډون، دوی ملامت کوي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د سعودي عربستان په کوربتوب د افغان جګړې او سولې په اړه د ناستې ارزښت او اهميت په دې کې نه وو، چې د سعودي عربستان هېواد يې کوربه دی، بلکلې دوه لاملونه وو، چې ناسته يې د ارزښت او اهميت وړ ګرځولې وه.
۱- د مکې مکرمې او جدې سپيڅلي او تاريخي ښارونه: د افغانستان د ستونزې په اړه دغه ناسته د اسلام د مقدس دين او نورو اسماني دينونو د ظهور په ښارونو مکه مکرمه او جدې کې نېول شوې وه. مسلمانانو ته دغه دوه ښارونه د پوره درناوي، تقدس او قدر وړ دي. په همدې اساس هر کال د ټولې نړۍ څخه په مېلېونه کسان د حج د فريضې د ادا کولو په پار مکې مکرمې ته ځي. نو اوس ويل شو، چې که سعودي عربستان هر ډول حکومت او سياست ولري، خو مسلمانانو ته د مکې مکرمې، مدينې منورې، جدې او نورو ځايونو اهميت هغه پخوانی دی، کوم چې د اسلام په سپيڅلي دين کې دی.
که چېرې طالبان، ايران او پاکستان له سعودي عربستان او د هغه هېواد له دولت سره ستونزه لري، نو يوه موضوع ده، خو د اسلام د سپيڅلي ښارونو سره دښمني او نه وراتګ د اسلام سره دښمني ده. د اسلام سره دښمني په دې مانا؛ چې که چېرې طالبان، ايران او پاکستان د سعودي عربستان د واکمنې ادارې سره د ستونزې له امله نه غواړي، چې مکې ته لاړ شي، نو بيا ښايي، دوی د حج د فريضي د ادا کولو لپاره هم کوم بل هېواد او ښار وټاکې او هلته به ځي.
۲- د نړۍ اسلامي هېوادونه او د دين عالمان: له طالبانو سره به دا ومنو چې د افغانستان څخه تللي ديني علماو د حکومت له خوا استول شوي او امريکا د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي. له پاکستان او ايران سره به هم دا قبوله کړو، چې د سعودي حکومت ورسره سياسي او يا اقتصادي ستونزې لري او نيتونه يې سره پاک نه دي.
خو په دغه ناسته کې نه يوازې د افغانستان د ۳۰ عالمانو برخه اخېستې وه او نه هم يوازې افغانستان او سعودي عربستان دوه هېوادونه وو. په دغه ناسته کې د مصر، سوډان، اندونېزيا او د اسلامي نړۍ شااوخوا له ۵۷ هېوادونو څخه له دوه سوه زياتو ديني عالمانو برخه اخېستې وه.
د طالبانو په وينا چې د افغانستان عالمان په ډالرو پلورل شوي دي، خو ايا دوی دا ټپه هم وهلی شي، چې د مصر، سوډان، اندونېزيا او نورو اسلامي هېوادونو مشهور او نامتو عالمان خرڅ شوي دي؟
پاکستان او ايران به هم له سعودي عربستان سره سياسي مخالفتونه، دوستي او يا دښمني لري، خو د دوی دښمني به له بطرفه هېوادنو لکه اندونېزياو مصر او سوډان سره څه وي؟ نو بيا يې ولې د يادو هېوادونو ديني عالمانو ته غوږ ونه نېولو؟
که طالبانو د سعودي عربستان په ناسته کې ګډون کړی وای، نو مخامخ او په جرئت سره به يې هغه خبرې کړې وای، چې دا ۱۷ کاله يې کوي او هم به يې له دغه کنفرانس وروسته کوي. اوس به له دغه ناستې وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د دغه ناستې په اړه ډول ډول خبرې شروع شي، نو ولې طالبانو دا هرڅه په ډګر هلته نه ويل؟ که دوی تللي وای، نو پايله دا نه وه، چې دوی به چا له جګړې منع کړي وای او يا به هم چا سوله په زور سره پرې منلي وای.
د سعودي عربستان د ناستې په اړه دا هير کړئ، چې چېرته جوړه وه، چا جوړه او ولې يې جوړه وه؟ لږ تر لږ طالبانو ته خو يې دغه موقع په لاس ورکړې وه، چې هغه خپلې ادعاوې، چې د ۱۷ کاله يې د افغانانو غوږونه پرې وخوړل، چې دولت خپلواکه نه دي، سوله نه غواړي، اشغال دی، ظلم کوي، بمبار کوي، ملکيان وژني..... نو دا ټول به يې په داسې يو ځای کې ويلی وای، چې ټوله نړۍ ترې خبره او اورېدلي يې وای.