عطا او محقق د دوستم په اړه هغه خبرې کوي، چې نه يې قدرت لري او نه صلاحيت

عطا او محقق د دوستم په اړه هغه خبرې کوي، چې نه يې قدرت لري او نه صلاحيت
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

عطا محمد نور او محمد محقق د حامد کرزي په واکمنۍ د زر او زور څښتانان وو او تر ډېره يې خولې چوپ او بندې وي. کله چې د ولسمشر کرزي دوره پای ته په رسېدو شوه نو په ورته وخت کې په هېواد کې ولسمشريزې ټاکنې هم پيل شوې. عطا او محمد محقق د تحول او تدوام ټاکنيزې ډلې پر وړاندې د اصلاحاتو او همګرايۍ په نوم د ډاکټر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې په انتخاباتي ټيم کې ودرېدل.

عطا، محقق او ورسره نوره ډله يې په دې پوه وه، چې د تحول او تدوام د ټيم پر وړاندې يې ماته حتمي ده او په اسانۍ سره نه شي کولی، چې ټاکنې وګټي او بريا خپله کړي.

نو د ټاکنيز کمپاين په ترڅ کې دوی ګواښونه، تاوتريخوالي او بغاوتونه پيل کړل. د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ يې هم د هغه وخت حکومت وګواښلو او هم يې راتلونکي حکومت ته د خپلو پيسو او وسلو زرو ور ننداره کړ.

له ټاکنيزو جنجالونو وروسته، اجرائيه رياست رامنځ ته شو؛ عطا محمد نور او محمد محقق هم د ملي يووالي په نوم د جوړې شوې اداره غړي او يو څه واک - ځواک يې تر لاسه کړ.

د وخت په تېرېدو سره، اجرائيه رياست د حکومت د کړنو او ملي پروژو پر وړاندې سرخوږی شو او په همدې يې اساس يې ولسمشر غني د ملت په ملاتړ؛ واک او ځواک را کم او ټاکلی کړ. د اجرائيه رياست په منځ ته راتګ سره له لومړۍ ورځې محمد محقق بې واکه او بې صلاحيته؛ خو په حکومت کې کس وو. محقق چې کوم ارمان درلود هغه يې تر لاسه نه کړ، نو په همدې پار يې د ملي يووالي حکومت له دننه څخه قومي، ژبنی او مذهبي تعصب ته لمن وهل پيل کړل.

حکومت د محمد محقق په کړنو ډېر تمرکز ونه کړ، ځکه نوموړی يې د اجرائيه رياست تر نوم لاندې په يو قفس کې بند کړی وو او له هغه ځايه به يې کله کله سر راپورته کړ. د حکومت تمرکز په هغه کسانو وو، چې د حکومت يو اندازه واک ورسره وو او هم د حکومت له دننه د حکومت لپاره ګواښ وو. عطا، امرالله، احمدضياء مسعود او نور کسان، حکومت له دندو لېرې او يا يې هم چاپيرل پرې راتنګ کړ، چې استعفا ته اړ شول.

دغه کسان چې په حکومت کې له واک - ځواک ناهيلي شول، نو په سياسي ډلو - ټپلو او د ايتلافونو په جوړلو يې پيل وکړ. دغه کسانو ته د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم هم ور زيات شو، ځکه نوموړي هم جنسي تيري وکړل او خپل سياسي قدرت او صلاحيت يې له لاسه ورکړ.

دغه پورته ياد شوي کسانو لومړی د افغانستان د ژغورنې ملي ايتلاف په نوم؛ او اوس د افغانستان ستر ملي ايتلاف په نوم په يوې بلې سياسي ډله کې سره راټول شول.

دوی پر وړاندې ټاکنو ته ډېر پلانونه لري او له هرې موقعې عظيمه ګټه پورته کوي. تازه ولسمشر غني په هېواد کې د خپل سرو قومندانانو، زورواکو او ملېشه ځواکونو پر وړاندې مبارزه پيل کړه. د مبارزې پيل په شمالي ولايت فارياب کې د جنرال دوستم د ځانګړي پوځي استازي او د ولسي پاڅون کوونکو د مشر نظام الدين قيصاري له نېونې وشو.

دا چې قيصاري څومره مجرم دی او څومره نه؛ په خپله دا خبره چې قيصاري په شمال او فارياب ولايت کې د جنرال دوستم پوځي استازی وو؛ زورواکي، بې مسووله وسله والي او خپلسري په ګوته کوي.

عطا او محمد محقق له وخت څخه په ګټې د قيصاري موضوع جدي ونېوله. خبرپاڼې يې خپرې کړې، د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه او د نه منلو په وخت کې يې ګواښونه وکړل او د جنرال دوستم د بېرته راتګ موضوع يې ور سره وتړله.

اوس په حقوقي ډول په دې خبرې کوو، چې عطا او محقق څومره ځواک او صلاحيت لري، چې جنرال دوستم هېواد ته راولي؟
- لومړی خو تر اوسه په رسمي ډول دا نه ده څرګنده، چې جنرال دوستم ولې په ترکيه کې پاتې دی؟ تعبيد شوی دی، ناروغ دی، سياسي مخالفت لري، په بشري ضد جرمونو تورن دی او که بل څه؟

اوس که ظاهري بڼې ته وګورو، چې جنرال دوستم په احمد ايشچي جنسي تيری کړ او قضايي ادارو ته د نه حاضرېدو له امله يا له هېواد څخه تښتېدلی او يا هم حکومت تعبيد کړی دی، نو د جنرال دوستم موضوع بيا حقوقي او قضايي اړخونه لري. په داسې وخت کې عطا او محقق ته کوم قانون دا اجازه ورکوي، چې قضايي او حقوقي مسايل د خپل زور او زورواکۍ له لارې حل کړي او د خپلې خوښې پايلې تر لاسه کړي؟

- که جنرال دوستم د احمد ايشچي په قضيه کې جنايي مجرم وي، نو بيا عطا او محقق له خپل صلاحيت لوړه الوتنه کوي او په څرګنده قانون ماتوي.

- که چېرې په ترکيه کې، د جنرال دوستم پاتې کېدل له ولسمشر سره د سياسي اختلافونو له امله وي، نو په وظيفوي ډول؛ جنرال دوستم له عطا او محقق څخه لوړ دی، نو کله چې جنرال دوستم په دومره لوړ پوست کې د راتګ جرئت نه شي کولی، نو د عطا او محقق کوم قدرت به نوموړی هېواد ته راولي؟

په پايله کې ويلي شو، چې هېواد ته د جنرال دوستم راوستل، د عطا او محقق له قدرت او صلاحيت پورته خبره ده. دوی په دې ډول څرګندونو سره د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاين کوي، د ولس اذهان له ويري ډکوي، په حکومت د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره فشار راوړي، قومي نفاق ته لمن وهي او لنډه دا چې، د تېر په څېر په خبرو کې د ټول افغانستان د بدلون - ادلون چيغې وهي، خو په عمل کې هغه څه دی چې؛

- عطا له دندې ګوښه او په کور کېناست

- ضياء مسعود له ډېرو چيغو ستړی او د تقدير پرېکړې يې قبولې کړې

- او محقق په اجرائيه رياست کې له بې کارۍ ستړی، فېسبوک ته کينې پوسټونه وکړي ترڅو د غزني شريف هزاره ولس له طالب او حکومت داسې وويروي، چې خوب ورڅخه وتښتوي.