
که نن له قيصاري پوښتنه کيږي، نو سبا به له هغه کسانو هم پوښتنه وشي، چې دولتي ودانيو ته يې اور ورکړ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
افغانستان په اوسني وخت کې له سخت بحران سره مخ دی. د طالبانو او داعش په ګډون د حکومت په وينا چې تر شلو وسله والې کورنۍ او بهرنۍ ډلې جګړه کوي؛ د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونه سياسي، پوځي، کلتوري او مالي لاسوهنه کوي؛ پردي پالي قومي او ژبني تعصب ته لمن وهي؛ د وچکالۍ د راتګ خبرونه خپريږي؛ ولس فقر ځپلی دی؛ د حکومت له دننه د حکومت د تخريب کارونه روان دي؛ په ملي مسايلو کې خنډ - ځنډ رامخې ته کيږي او لنډه دا چې ستونزې په سلګونه او حل کوونکي يې د ګوتو په شمېر دي.
د پورته ټولو ستونزو ترڅنګ په عام ولس د مستقيم اغېز ستونزه، د خپلو سرو قومندانانو، غاصيبينو، فسادګرو، زورواکو او غېرې مسووله وسله والو کسانو شتون دی.
حکومت که څه هم له مختلفو خواوو له فشارونو سره مخ دی، خو بیا هم تر يو بريده هڅه کوي، چې بنسټيز تحول رامنځ ته کړي او ولس د لسيزو ناخوالو څخه خلاص کړي. حکومت په دې ورستيو کې د خپل سرو قومندانانو او وسله والو د نېولو او قانون ته د سپارلو لړۍ پيل کړې ده. دغه لړۍ په فارياب کې د سيمه ييز قومندان نظام قيصاري څخه پيل شوه او تر اوسه حکومت د نوموړي په څېر درې نور خپل سري زورواکي هم تر لوې څارنوالۍ رسولي دي.
که له يوې خوا د يو زورواکي نېول لاس ته راوړنه ده، خو بيا له بلې خوا، په هېواد کې د سلګونه او زرګونه زورواکو د شتون له امله حکومت هره ورځ له نويو ستونزو او ناخوالو سره هم مخامخ کيږي.
حکومت نظام قيصاري ونېولو، خو د نوموړي د مشرانو په لارښوونه د قيصاري ملاتړو، عامه او لویې لارې وتړلې، حکومتي ودانيو ته يې اور ورکړ، عامه شتمنۍ يې زيانمنې کړې، حکومتي چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او ورته نورې د زورواکۍ چارې يې وکړې.
پورته هرڅه د قانون پر وړاندې تاوتريخوالی او قانون ماتونه ده، خو حکومت د وخت او وضعيت په نظر کې نيولو سره نه شي کولی چې ټول زورواکي او قانون ماتونکي تر زندان ورسوي. د قيصاري او نورو زورواکو او د دوی په لمسون د ولسي باغيانو کړنې حکومت او ولس ته د لمر غوندې ښکاره شوي او تاريخ ورته ليکلي دي.
د زورواکو د نېولو بهير ډېر هغه زورواکي چې د خدمت او معصوميت په جامه کې د ولس په منځ کې پټ دي ورخطا کړي دي. دوی هم پوهيږي، چې که نن نه؛ خو سبا به ورسره حساب وشي او د خپل تېر په اړه به ځواب ورکوونکي شي.
زورواکي که نن د حکومت چارې وستايي او يا يې هم وغندي، خو د خپل نوبت په انتظار بايد پاتې شي. هغه ورځ پرې راتلونکې ده، چې ملت او حکومت ته به حساب ورکوي.
ولس د بدلون او وخت په تمه دی. که نن له قيصاري سره حساب کيږي، نو لېرې نه ده، چې له طالب سره به هم حساب وشي، چې د خپلې جګړې قربانيان يې ملکي جوړ کړي وو، له هغه حکومتي چارواکي سره به هم حساب تر سره شي، چې د حکومت د نوم څخه په ګټې يې ځان د بې ګناه افغانانو قاتل کړ. لنډه دا چې، که نن له قيصاري پوښتنه کيږي، نو سبا به له ټولو زورواکو، افغان وژونکو، فساد کوونکو، غاصيبنو او هغه کسانو هم پوښتنه وشي، چې دولتي ودانيو ته يې اور ورکړ