غزل

نن بیا د ګل په شونډو خاموشې وه چی دا ولی؟
و مین خو تر منځ یې جدایې وه چی دا ولی ؟
جانانه فالګر هم راته په غبرګوغبرګو ژړل
دا زموږه برخه خواره ازلې چی دا ولی ؟
ستا له جفا می ورته ووی منع نه شو زړګی
په دی کی خو زما هم بی وسې وه چی دا ولی؟
جانان می وی چی ما بلا بلا غمونه درکړل
دا څنګه پاتی ستا روغه ځوانې وه چی دا ولی؟
پوهیږم چی قاتل زما د مرګ به یاره ته وی
هم بی له تا می سخته زندګې وه چی دا ولی؟
د (پردیس) خبره ناصیحه ستا د وسه نه ده
له درد سره یې خوښه اشنایې چی دا ولی؟

هلمند پردیس
اوکراین ـ ادیسه