غزل

له هيلــــــــوډکې مې ليمې وې خـو تا ونه ليــــــــــــــدې
جامــــــــــو داوښکـــــو کې ويـدې وې خو تا ونه ليدې
په هــــــــــديره دمحبت کې مې ځــــــــــــــلانده اوښکې
پــــه هر مزار بلي ډيــــــــوې وې خـــــــــــــو تا ونه ليدې
په څه هــــــــــنر مې پکې ځای و د وفا رنګـــــــــــــــــــــونه
روڼي هندارې مې جذبې وې خــــــــــــــــــــــو تا ونه ليدې
مه يې په عمر راشمیره چې بې له تــــــــــا تیري شوې
دزڼکدن ترخــــــــــــــــــــي شیبې وې خــــــو تاونه ليدې
مرګ مې که ستــــــــــا په مخ تړلي وې درڅې دسترګو
خـــــــــلاصي دزړه مې دروازې وې خــــــو تا ونه ليدې
ما وې چې توی به کړم خــــــــمار ستا د ځوانۍ په لمبو
ډکي دسترګو مې کاسې وې خــــــــــــــــــــــو تا ونه ليدې
ډوب شول په اوښو کې دې کسي لکه شمع ، چې تلم
په ما هم بلي سرې لمبې وې خــــــــــــــــــــــو تا ونه ليدې
ستا په لټـــــــــــون چې تپیــــــــــدي دبې وسۍ په لارو
د(حسن)ستړي تلوسې وې خــــــــــــــــــــــو تا ونه ليدې

ډاکترحسن