د زورواکو نیول د نظام د ټېنګښ تضمین دی‎

د دولت او طالبانو ترمنځ شته ستونزه یوي خواته، خو زمونږ ملت له خپلسري زورواکو او قومندانو تر پوزي راغلی، د نظام د ټېنګښت ټولې موخي دوی ډب کړي دي، د تعلیم او تربیي خنډ دوی دی، که خدای مو ورڅخه خلاص کړي، ان د فرعونیت دعوه یې کړي وي، په نه علم چې په ټول ژوند کې یې نه مدرسه او نه مکتب لیدلی وي، خو ځان غوښتني دومره برباد کړی وي، چې ځان ورته امام غزالي رحمة الله علیه ښکاري، ان دومره چې علم او تعلیم یو بې بنیاده او چټې کار بولي، خو د خپل ځان نا انسانیته کړني او عملونه په مظلوم ملت تحمیلوي.

که څومره هم د دې فرعونیت فکره خلګو په باب ولیکو کم به وي، ځکه دوی زمونږ د ملت وینه زبېښونکي دي، او هغه مخکیني خوبونه ويني، دوه یادری شپي به له سپيڅلو مجاهدنو سره چېرته په سنګر کې پاته شوي وي، خو نن د هغو شپو امتیازات له دي مظلوم ملت څخه اخلي، او دا دعوه کوي، چې ګواکې زه خو د افغانستان اتل یم، او د هر شوني او بد کار تر شا به د دوی لاس وي.

زه یقین لرم که زمونږ دولت یوازي همدا خدمت راته وکړ چې له دې زورواکو او بې قانونه خلګو څخه مو خلاص کړي، زمونږ د وطن په بریا کې به یي مهم رول اداء کړی وي، د ولسمشر د دې اقدام ننګه باید وکړو او ترشا یي ښه کلک ودرېږو.

دا خلګ د اصولو او قانون په نوم څه نه پیژني او یوازې خپل ناسم فکر ورته قانون او د قران توری ښکاري، کله چې د پوهي کوم خنډ وي هغه دوی دي، کله چې د سولې کوم خنډ وي هغه دوی دی، دوی نه غواړي چې ملت دي د آرام ساه واخلي، ځکه پوهیږي که نظام په پښو ودرېد زمونږ د شومو هدافو دروازه تړل کیږي، او مونږ له لوږې مرو.

د کمانډو زمریانو! ستاسو ترشا ملت ولاړ دی، او ستاسو سره د دې ملت اهونه مله دي، کله هم په دې ځنګلي فکره انسانانو رحم ونکړئ، له جراته ډک اجرااهات ورباندي وکړئ، څو مو راتلونکی له دې شته بلاو پاک کړی وه اوسي، او دا ملت آسمان او ځمکه وه ویني.

زورواکی که جرم ولري یانه، خو خپله په ولسواکي نظام کې زورواکي چلول یو لوی جرم دی.

نن د علم وخت دی، هر منصب مو باید د علم په سویه برابر وه اوسي، چاچې مکتب یا مدرسه لېدلي نه وي، چاچې د مسجد منځ لېدلی نه وي، چاچې د ټولنې په درد ځان خبر کړی نه وي، هغه څنګه کولی شي، چې د ټولنې واک په لاس کې ونېسي، مونږ چې کله د علم خبره کوو دلته په علم کې یو بل شی هم سته کله چې په کوم انسان کې هغه ماده پرته وي چې د ټولني په درد ښه پوهیدلی شي، کله چې په یو انسان کې د مسلماني شعور او غیرت ماده پرته وي هغه د ټولني له درد سره ځان بلده وي، او د ټولني درد احساسوي، کوم انسان چې د مسلماني دغه مهم عناصر چې د بل درد احساس کړی شي، هغه د علم سره ورته والی لري، یعني دا چې که څوک علم هم ونه لري او د شعور ځواک یې ژوندی ساتلي وي، سهار او ماښام یې د مسجد په منځ کې له خلګو ســـــره ټولنیز ژوند جوړ کړی وي، زمونږ مساجد هم د علم او تربیي هغه ځواک دی، چې که یو څوک پنځه وخته لمانځه ته لاړ شي، حقیقت دی چې هغه به یو شعوري، فکري او د ټولنې خادم کس وي، نو اوس هغه څوک چې نه یې جمات لېدلی او نه یې د خلګو درد لېدلی وي، ولې د خلګو په درد پوهیږي نه، نو اصلي مقصد مې دادی چې همدا زورواکان او بدماشان دي چې مونږ دا څلوېښت کاله دوی د ژوند له ټولو خوږو بې برخي کړي یوو، که ژور فکر وکړو لا ښه دې پایلي ته رسېږو چې زمونږ ویاړلي کدرونه ټول د دوی دکړنو له وجې څوک مسافر او څوک په کور د یوي ګولې ډوډۍ په پیدا کولو کې مزدوري او کړاونه تیروي.

د داسې ورځي په هیله چې منصب مو خادمان په لاس کې واخلي نه واکداران، ځکه واکدار دعوه لري چې د ملټ هر څه زما دي او واکدار ځان د وطن د ټولو شتمنیو شخص ګڼي. که هر نظام ته وګورو او مطاله یې کړو، د نظام پښې دې واکدارانو ورځپلي دي، نور باید ملت هم د غفلت له خوب څخه راپاڅي او د غاصبینو ملاتړ ونکړي، ځکه دا اشرار خلګ د ملت په وژلو بند نه دي یوازي دوی خپلي ګټې تر اشخاصو پورته بولي، د خلګو په وژلو ځورولو خپل شخصي جېبونه ډکوي.

که نن د دغه نظام روخ ته ګورو، په دې شته نظام کې هم ډېر اشرار خوندي دي، او ځانونه یې د خلګو په ملاتړ خوندی ساتلي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسون اوسنۍ پریکړې زمونږ هیلي را ژوندی کړي دي، خدای دي وکړي چې نور ټول جنګسالاران غاصبین او خود غرضین له دې نظام څخه ښکته کړو او پاکو مخلصینو خادمانو ته ځای ورکړو، څو مو ټولنه له دي شته ناخوالو څخه پاکه او د تمدن په ژوند مو منور کاندي.
په درنښت.