دا یو ستر حقیقت دی چې زمونږ د ټولني ښځې ناخبره او ناپوهه دي، خو دا هم باید هېر نکړو چې مونږ هم نېمګړتیاوي لرو، یو له هغوی څخه مونږ له ښځو څخه هغه توقع لرو لکه له پوهه کس څخه چې یې لرو، ځیني کارونه که زمونږ په خوښه نه کړي ترسره، په داسي حال کې چې تر مخ مو کوم پوهاوی هم نه وي ورکړی، ورباندي په قهرېږو، او ځان د ښځې ترمخ زړور او قهرمان ښکاره کوو په داسي حال کې چې له کوره بهر به چاته سمه خبر هم نشو کولی.
مونږ د ژوند سموني په برخه کې دوه ډوله پوهه لرو یو ډول پوهه دی چې ژوند ورباندي زده کیږي او بل ډول پوهه دی چې د ژوند کولو هنر ورباندي زده کیږي، نو مونږ دوی ته په دې دواړو کې د کومې زده کړي زمینه برابره کړي، راځئ له ځانه پوښتنه وکړو؛ چې مونږ همدې ناخبره مخلوق سره کوم چلند کوو، د دوی دیني علم ته مو څومره توجو اړولي ده، خپلې لور/خور ته مو قران کریم ښودلی دی، د حقوقو په برخه کې مو کوم پوهاوی ورکړی دی، او که هېڅ مو هم نه دي کړي، مونږ تر دوی بدتر په جهالت کې اخته یوو، خو کله چې کوم وخت پخلۍ سم نه وي، یوه ډبره راخلو بله ږدو او داسي یې ترټو لکه پوهه او ځیرک اشپز چې خوراک سم نه وي جوړ کړی.
تر ټوله بده یې داده چې ځیني وخت مو کارونه د خپلي ټمبلي له وجه نیمګړي وي، خو تندی مو ګروځ دوی ته نېولی وي، په داسي حال کې چې نبي کریم ﷺ ویلي دي چې خپلي ښځې مرستیالانې جوړې کړئ. د کار شروع مو د دوی له مشوري پرته کړې وې خو چې کار ناسم وي او یا نیمګړی وي خبرې له دوی سره نه کوو.
راشئ وګورو چې زمونږ ستر او معزز دین مونږ ته له ښځو سره د کوم چلند امر کوي.
نبي كريم ﷺ فرمايې:(( چې يو مسلمان نر دي د مسلمانې ښځې سره بغض نه كوي، كه چېرته د دغې ښځې يوعادت يا خوی بد اوناخوښه وي، نو يو بل خوی به يې بيا ښه او خوښ وي.))
دا چې هېڅ سړي لره مناسب نه دی، چې دخپلي ښځې څخه نفرت وكړي، هو دا حتمي دی چې د انسان ټول خویونه نه سمېږي، خو دا هم باید ومنو چې که یو څوک بد خویونه لري خو په څنګ کې ښه خویونه هم لري.
زمونږ ټولنه چې اکثریت سړي مو تر ښو بد خویونه ډېر لري او له ښځو څخه ټول خویونه د اصحابو غواړو، په داسي حال کې چې ډیری ښځې مو اصحاب هم نه پيژني، ځکه هېچا هم د دوی په ښوونه کار نه دی کړی، نو اصحاب به څنګه وپيژني.
کله چې د کور په نظم کې کې ګډوډي راځي، هلته هم دغه بې چاره مخلوق ځورول کیږي، اول خو دا حق دی چې د کور په نظم کې سړي باید له ښځو سره همکاران وي او که همکاري و نه کړي باید ښځې خو د کور په نظم پوهه ولري دا بې چاره مخلوق چې مکتب او مدرسه یې لیدلي نه دی، تاسو ورته په کور کې داسي پروګرام دایر کړی نه دی چې په مټ یې دوی حقوق، د کور نظم، دیني مسایل زده کړي، نو څنګه هغه غریبانې رټۍ چې د کور نظم ولې ګډوډ دی.
دا یو حقیقت دی چې د هر قهرمان تر شا د یوي سواد داره ښځې لاس وي، دا به مو نه وي اورېدلي چې وايي (( ښځه چې په زانګو کې ماشوم زنګوي لکه نیمی نړۍ چې زنګوي)) خو هغه کوم ماشوم دی، هغه ماشوم چې د نظم په دایره کې لوی شي، نو چې یوه مور خپله بې سواده شي اولاد ته به څنګه د تعلیم خوند بیان کړي او څنګه به یې ذهن تعلیم ته جوړ کړي.
انسان باید تل د بل انسان په ښو اخلاقو نظر ولري،زمونږ په ستر دین کې خو دا وصول دي چې د ښځې په بدو اخلاقو به صبر او تحمل كوئ، مونږ نه داچې د دوی بد خویونه وزغمو کړو، مونږ خپل بد خویونه په دوی تحمیلوو، لوی غم دا دی چې په خور لور باندې تعلیم نه کوو خو کارونه ورڅخه ټول په تول تللي غواړو. د ښځو مکتب او مدرسه په ټول کلې کې نه لرو خوی ورڅخه د بې بې فاطمي غواړو.
یو حديث مبارك دی نبى كريم ﷺ فرمايې: ((استواصوابالنساءخير)) د ښځو په اړه چې ما دخير وصيت كړى دی چې ورسره سره ښه كوئ، هغه وصيت په ځاى كړئ، ظلم مه ورسره کوئ بې ځايه یې مه وهئ، بدسلوكي ورسره مه کوئ، زمونږ په ټولنه کې چې کوم څوک له خپلي ښځې سره ښه ژوند ولري هغه سړی د ښځي سپی یادیږي، په داسي حال کې چې د حبیب ﷺ وصیت دا دی چې له ښځو سره ښه سلوک کوئ، خو زمونږ په ټولنه کې سړي له خپل دین څخه په ناخبري ځانونه قهرمانان جوړوي.
راځئ حقیقتونه وګورو زمونږ په ټولنه کې د الله ﷻ په دې كمزوري مخلوق ښځه باندى څومره زیاتوب کیږي، څومره د دوی په حقه حقوقو سترګي پټیږي څومره له دوی سره خيانتونه كیږي، الله ﷻ دي وکړي چې اوس دا عدت له منځه ولاړ شي، مونږ یې وینو چې د دوو نفرو په روغه جوړه كې ښځې وركول کیږي، تر ټولو بده یې لا داده چې په دې فیصله کې مو عالمان هم ناست وي، قتل ورور وکړي سزا یې خور ویني عالم یې فیصله کوي، مونږ ولیدل چې دا مظلوم مخلوق خرڅې شولې، ډېري داسي پېښي شته چې دا بې چاره ښځې پکشې وکړیدلي، زمونږ ولس قران لولي خو د قران په اصولو عمل نکوي، قران خو ښځو ته خپل حقوق ورکړي دي، خو زمونږ ولس یې د نه ورکولو فیصله کړي ده.
د شځې په حق کې هر بد عمل د نبي كريم ﷺ د اصولو څخه خلاف عمل دی، ولې یې کوو؟ ځکه ځانوته مسلمان وایوو او غیرت په دې مظلوم مخلوق کوو.
راځئ زده کړو چې دین څه راته وايي، راځئ زده کړو چې کورنی نظم څنګه راولو، له دي بې تعلمه ښځو سره څنګه رویه وکړو، او څنګه د دوی ناپوهي ورکه کړو، د نجونو په تعلیم کار وکړو، څو په راتلونکي کې د دوی ناپوهي ونه وینو، خویونه او عادتونه میراثي نه دي بلکې کسبي دي، نو باید نور پاته ټولني ته ښه خویونه پرېږدو، د ښځو تعلیمي سویه لوړه کړو چې په مټ یې ټولني ته میړني او قهرمانان پیداکړو.
وروستي