حافظ ابن القیم رحمة الله علیه په خپل کتاب الروح کې لیکي! هغه وایې: چې زه یوه ورځ چېرته په سفر تلم او په بصره "چې دعراق یوښار ده "هلته مي دیو ګودر په غاړه چې څنګ کې یې یو کلی هم وو او د کلې څنګ کې یوه مقبره هم وه نو په همدې مقبره کې مي شپه شوه.
چې کله شپه شوه له مقبري نه دخره آواز راپورته شو نو فکر مې وکړ چې همدلته به چېرته خر بند پاته شوی وي، زما په همدې مقبره کې دري شپې شوي په اخېري شپه بهر راووتم او غواړم چې دغه خر پیداکړم، ماویل داڅنګه چې نن دریمه ورځ ده اودغه خر دلته بند پاتي شوی ده، کله چژ مقبره کې دخره په پیداکولو پسې ګرځم که ګورم له یو قبر نه دخره آواز راپورته کیږي، سهار مي ددی کلې له اوسیدونکو څخه پوښتنه وکړه، چې ای خلګو! له دی مقبري نه دخره آوازونه راپورته کیږي؟ هغوئ وخندل چې هو دلته یوقبر ده چې دا اوازونه هره شپه له دی قبر نه راپورته کیږي، ما ورته وویل، چې ولئ؟ هغوئ راته وویل: چې ددې قبر خاوند بد عمله شخص وو، او چې کله به یې خپله مور په کور اویاهم بل کوم ځای کې غږېده نو هغه به ورته ویل، چې بس بنده شه لکه دخرې په شان مه بړیږه، اوس چې کله داشخص مونږ دفن کړی دده له قبر نه تل همدا شان آوازونه پورته کیږي.
ګرانو ملګرو! دایو ښکاره اودسترګو لیدلی واقیعت وو او دداسي شخص په سترګو لیدلی حال وو، چې ټول عالمان دهغه له نوم اوکتابو سره ښه اشنا اوبلد دی.
دمور له عواطفو سره ډېر خیال ساتئ، دمور ترپښو لاندي جنت دی او د هغې هره دوعا زمونږ لپاره دهر مشکل دارو دي، خو په څنګ کې یې له بد دوعا څخه هم ځانونه وژغورئ، ځکه چې واقیعت یې ستاسو دسترګو په وړاندي دي.
وروستي