زمونږ ګران وطن د ډېر پراخو نعمتونو هیواد دی، دومره نعمتونه چې په یوه لېکنه څه چې یو کتاب یې هم نشې پوره لیکلی خو هغه چې هر چاته په سترګو معلومیږي لکه؛ ډېری کرنیزي ځمکې، کاریزونه او پراخې ډېرې ځمکي یې له هغو نعمتونو شمېرل کیږي چې د نورو هیوادو وکړي ورته ارمانجن دي، کله چې زه دلته په کویټ کې کوم عرب ته د خپلو ځمکو او کاریزونو بیان کوم، سخت افسوس کوي چې تاسو نو ولې دلته مسافرې کوئ، په داسي حال کې چې د کویټ عرب سخت ماړه دي خو بیا هم د لږ کرنیزي یا غرنۍ ځمکې په پار دوی ډېری خلګ د سعودي هیواد یا بل غرني هیواد ته خپل کورنه د څو شپو په مخه بیایي، تر څو هلته د پسونو ساتل یا د دې لږ ځمکې حاصلات واخلي. زمونږ د ګرانو وطنوالو ښایسته عمرونه د نور هیوادو مسافریوو وخوړل ټول ژوند یې په یوه ګوله ډوډۍ پسې خپل ژوند تبا برباد کړ، د اولاد تعلیم یې ونه لید اولادونه یې بې تربيي او زده کړو لوی شول، د کورنۍ میني په خوند پوه نشول، د دوی ګل ځواني د سرو ګرمیو ښکار شوه، خو نه د ژوند په خوږو ماړه شول او نه يې د ځان او کور ژوند له کړاونو خلاص کړ، د څو ورځو د خوښیوو په پار یې ژوند ټول په دربدریوو کي تېر کړ ، د هري ورځي په تېریدا یې د ژوند برخلیک په چپه خوا درومي، ځکه دوی په خپل وطن کې کار کول عیب ګڼي، او د کور او وطن جنت یې هېر کړی دی. ما چې د مسافري مطالعه وکړه او د مسافري هر برخه مې تعقیب کړه، په نورو هیوادو کې پیسې دومره نه دي زیاتي چې څوک یې پر سړکونو غورځوي او یا کاري فرصتونه دومره ډېر دي چې کاریګر نشې پیدا کیدلای، دلته په کويټ کې یو ځای دی مزدوران د ورځني مزد پیدا کولو لپاره دومره ولاړ وي لکه د اختر میله چې وي، که کله کوم عرب ورته راشي قسم په خدای دومره ورباندي را ټول شي لکه تازان چې د توت په ونه کې وي، داسې بد حال جوړ کړي چې په زور او دیکه کولو هر کس عرب ته ځان رسول غواړي، نو مقصد مې دادی چې بل وطن کې پیسې هسې نه دې پرتي، یوازې ځوانان مو په خپل وطن کې کار نه کوي، هو دا یو حقیقت دی چې تر خپل وطن مو ځوانان په نورو وطنو کې زیات کار کوي، نو پیسې هم تر خپل وطن هلته ځکه زیاتي ګټي، ځکه کار کوي او نور خلګ ور څخه د کاري مشین په توګه استفاده کوي، نه په شپه بند وي نه په ورځ، که په همدې شان په خپل کور کې کار وکړي، ډېر هم نه یوازې اته یا نهه ګنټې منظم کار وکړي، څه فکر کوئ! چې د بل هیواد په شان به په خپل هیواد کې مزد نه واخلي؟ زه خو وایم چې که مسلسل داسي کار وکړي تر بل هیواد به یې ارام ژوند وي او د بل هیواد په شان به ورځنی مزد واخلي، د پردیسي له سختو دردو به خلاص وي، بچیان به د ده تر سترګو لاندي روزل کیږي، د چا محنت به ورباندي نه وي او له خپل کور سره به په مینه د دنیا په ارام جنت کې ژوند تېروي. شیو کهرا په (You can win) کتاب کې د جریبونو الماس یو کېسه ذکر کړي هغه لیکي؛ په افریقا کې د حافظ په نوم یو قانع او خوشاله بزګر و، دی خوشاله و، ځکه قانع و او قانع و، یوه ورځ یو عالم ورته راغی او د الماسو د ارزښت او په دې اړه یې خبرې ورته وکړې چې د الماسو له څښتن سره څومره اقتدار وي. عالم په خبرو کې وویل چې که سړی د یوې ګوتې په اندازه الماس ولري د ځان په څېر لس کسان اخيستلی شي او که یو موټی الماس ولرې کولی شي خپل ټول کلی واخلي. عالم ولاړ خو حافظ د شپي ويده نشو، دی خپه و، ځکه چې ناراضه و، او ناراضه، ځکه چې خفه و. بزګر سبا ته خپله ځمکه خرڅه کړه او د الماسو په لټه کې شو ټوله افریقا یې چاڼ کړه خو بریالی نشو چې الماس پیدا کړي، اروپا یې هم ټوله ولټوله، خو د الماسو پر پیداکولو بریالی نشو، اسپانیا ته دتګ پر مهال له عاطفي، جسمي او مالي اړخه دومره کمزوری شوی و چې نږدې و ځان د بارسېلونا سیند ته غوځار کړي. په کلي کې یې بیا هغه کس چې د ده ځمکه یې اخيستي وه، خپل اوښان پر هغو ویالو اوبه کول چې له کروندو یې تېره شوې وه، د ویالې په اوږدو کې د سهارني لمر وړانګې پر یوه ډبره لګېدې او د شنې زرغونې په څېر انعکاس یې کاوه. د ځمکې څښتن له ځان سره فکر وکړ چې دا ډبره به یې د کور له ښکلا سره مرسته وکړي له همدې کبله یې ډبره واخيسته او په خپل کور کې یې په المارۍ کې کېښوده. عالم راغی او کله چې یې ډبره ولیده پوښتنه یې وکړه چې حافظ راغلی؟ د ځمکې ځښتن وویل: نه ولې دې پوښتنه وکړه؟ عالم ځواب ورکړ ستاسي د المارۍ پر سر اېښودل شوې ډبره الماس دی او زه د الماس پېژنم. د ځمکې څښتن وویل: نه دا یوه عادي ډبره ده چې ماته یې ځای معلوم دی که ته غواړې تابه هم ورولم، هلته ډېرې دي. عالم او بزګر ولاړل او ډبرې یې راوړې، کله یې چې ډبرې د ازموینې لپاره ولېږلې څرګنده شوه چې په رښتیا الماس دي او پوه شول چې په دې ځمکه کې په جریبونو الماس دي. دا کېسه زمونږ له حال سره ښه صدق کوي، زمونږ وطن په رښتیا له هر څه ډک دی، بس مونږ ورڅخه تښتو او په نورو وطنو کې پیسې لټوو، په داسې حال کې زمونږ د وطن ټول منابعي او زیرمي خوندي دي، خو خلګ یې نورو وطنو ته منډې وهي. زمونږ هیواد د کاري فرصتونو او کار کولو ډېري لاري لري، زمونږ هر یو افغان د مناسبې ځمکې خاوند دی، خو کار نکوې او خپله ځمکه یې د بې غوري لامله شاړه او ویجاړه و رڅخه پاته وي، پنځه سوه متره د کرنې ځمکه به لري خو لاندی به یې د بازاري کاغذونو خوراک پسونه وي، زمونږ د وطن لوړ عایدات په کرنه او مالداري ولاړ دي، خو د هر یو مسافر خپله ځمکه د ده له بې غوري خواره پرته دی، د غنمو او جوارو به یې حساب نه وي، د دوو هګیو په پیداکولو پسې به ټوله غرمه یو په بل در ګرځي. ځوانانو! هر څه لرئ یوازې لږ همت وګړئ، کاري نظم په خپل کلي کې جوړ کړئ، لټان له ځانه مه جوړوئ، د ژوند سمولو په برخه کې له هرې ممکنه لارو څخه ګټه واخلئ، د یو وخت ډوډۍ مه خورئ، خو اولادونو ته مو د تعلیم زمینه برابره کړئ، تاسو له خپلو کورنو سره دغه دوه ورځي ژوند په مینه او محبت تېر کړئ، هغه ژوند چې سم او ښه وي که دوه ورځي هم وي سهي دی، نسبت هغه ژوند ته چې د ژوند دریمه برخه د بل وطن په دربدري کې تېر شي. په یو ویب سایټ کې مې خبر ولید، چې لیکلي یې وو، په غزني کې له هنډيا څخه یو مسافر راغلی وو دوه وېشت(۲۲) کاله یې له کوره بهر په هند کې تېر کړي وو، چې خلګ به یې پوښتنې ته راغلل دغه ورک او ناخبره مسافر په خپل کور کې ناست وو خو د خپل کور پوشتنه به یې له خلګو کوله، خپل زوی یې ځوان وو هغه ته به یې وراره ویل، تاسو قضاوت وکړئ، دا ژوند به څه ژوند وي، نوره نړۍ د بدلون په حال کې ده، راځئ مونږ به هم دې بد رواج ته خاتمه ورکړو. یو حقیقت شته دی چې په وطن کې مو تل جنګونه وي، هر چا زمونږ له دې حال څخه ګټه پورته کړي وي، خو که ژور فکر وکړو دا ټول زمونږ د دې ناخبریوو ثمره دی چې له خپل وطن څخه ناخبره یوو، خپل اولادونه مو نور خلګ وطن پروشان راڅخه بېلوې، ځکه مونږ د هغوی په وطن دوستۍ او اسلام دوستۍ په علمیت کار نه دی کړی، که مونږ په خپل وطن کې کار وکړو، یو څه وخت به ستونزي وي خو زه په اطمنان سره ویلی شم، چې کله مو ځانونه د وطن وګڼل او ځان مو له وطن سره اعیار کړو، دې ټولو بدمرغیوو او ناخوالو ته به د پای ټکی کیږدو. څومره مطالعه چې ما د لویو سرمایه دارانو کړی دی، ټولو خپل اقتصاد له خپل ښار او کلي پیل کړی دی، هېڅ یو یې هم نورو هیوادو ته لکه دغه مونږ چې یوو داسي نه دي مسافر شوي، یوازي د تجارت لپاره که د یو څو شپو لپاره تللې وي هغه شمار نه دی، هر یوه یي کار کړی دی، ځان یې پيژندلی دی، شوق او اړتیا یې سره بېله کړي ده، لومړیتوب یې په نظر کې نېولی دی، نه داسي لکه نن چې مونږ د ناکامي سیالۍ ښکار یوو، که تربور مو موټر لري، مونږ د ناکام رقابت له لاري کوشش کوو موټر ولرو، هغه که مونږ ته مفید وي یا تاوان خو د تربور له وجي یې اخلواو پالتو یې ګرځوو، موټر چې د اقتصاد لویه ضربه دی، او هغه هم زمونږ د ټولني په شان اقتصاد زه یې زمونږ اقتصاد ته ناسور یادوم، ولې د هري کورنۍ اقتصاد همدې موټرو فلج کړی دی، د هري ورځي مصرف د موټر تر سلو پورته افغانیوو ده په داسي حال کې زمونږ د یو وخت کورني خوراک مصرف ممکن سل یا لږ پورته وي، اوس که یو کور پالتو د یو وخت خوراکي مصرف بې ځایه زایه کوي نو دا به څنګه وي؟ او که د دې موټر په خرڅ یو ماشوم وروزو ، تر څو یې لوړو زده کړو ته ورسوو ممکن دری یا څلور کاله همدا ماشوم هره میاشت دوه یا دری زره افغانۍ مصرف ولري، خو ګټه یې د موټر تر پالتو ځغلولو سل فیصده زیاته دی، ښه نو ولې پالتو موټرې اخلئ، ښا ولې پالتو مصرف کوئ چې نه راتلونکی لري او نه مو د کوم درد دوا کیدلی شي او نه خدای تعالی درڅخه راضي کیدلی شي. ښایي اوس پوهیدلي یئ، چې شوق څه ته وایي او ضرورت څه ته وايي، مونږ یا خو شوق لیوني کړي یوو او یا د ناکام رقابت چې د تربورګلوې ناکامه رسی دی همدې خوړلي یوو، لس لس کاله له وطنه ورک یوو د بدن په غوښو مو یوه یوه روفۍ جوړه کړي ده، او هغه پیسې بیا په وطن کې د موټرو په خرڅ لګوو، نو څنګه به وکولی شو یوه پرمختللي ټولنه او ســـوکاله ژوند ولرو، مونږ هر یو د وطن دوستۍ خبرې کوو خو د وطن لپاره یو زوی نشو روزلی، په داسي حال کې چې مونږ په هر کور کې دوه یا دری موټري لرو، که د یو موټر خرڅ یوازې په خپله پانګه ولګوو او خپل پانګه جوړه کړو، د دې پانګي عایدات به مو څومره وي، دری یا څلور سوه زره افغانۍ باندي وړه پانګه جوړیږي، مونږ په ځای د دې چې غربت اوفقر ځپلي یوو، موټري اخلو، لس زره ځمکه به بې حاصلو راته پرته وي بیا هم د تربرو لپاره نوره ځمکه اخلو، ځکه بل د تره زوي مو ځمکه اخيستي ده، له مسافري څخه ټول بد وړو، بل تربور مو مسافر دی مونږ ټول کوشش کوو چې مسافر شو، په ځای د دې چې د مسافري پایلې وګورو مسافري ته ځو او خپل ژوند په نامعلوم برخلیک اخته کوو. په پای کې ټولو ځوانانو ته وایم: که غواړئ له مسافري ځان او کور خلاص کړئ، کورنۍ کاري نظم رامنځ ته کړئ، هغه پیسې چې د شوق لپاره یې خرڅوئ، په هغو پېسو پانګونه وکړئ، د هري میاشتي پس انداز جوړ کړئ، په هغه پېسو کم کاروبار جوړ کړئ، او تر ټولو مهم خبر دا چې که مسافر کیږي او که نه، خو تر شپاږو میاشتو زیاته مسافري زمونږ په پاک دین کې ورته اجازه نشته، که په شپاږ یا اته میاشتو کې کورته را ځئ اولاد به مو ستاسو له سترګو بې ځایه تربیي څخه راوکرځي، د کور او کلي ماحول به تعقیب کړئ، څو له دې ماحول سره یو داسي کار وکړئ چې راتلونکی مو جوړولی شي. ما خپله مسافري وکړه، تر هر مسافر زیات وخت ما په مسافري کې تېر کړ که حقیقت ووایم اوس مې هم دری کلونه وشول چې له کوره مسافر یم، پوهېږم چې لوی ظلم مې کړی دی، پوهېږم چې دا وخت به خبران نشم کړای، خو دا مې زده کړل چې تر شپاږو او اخري اتو میاشتو ډېره مسافري مو سراسر تاوان دی، نو تاسو ته وایم اې ځوانانو! لومړی خو دا بد دستور له منځه یوسئ، او که تاسو دا وایاست چې د وطن سیاسي وضع دا نه څرګندوي چې مونږ دې په وطن کې کار وکړو، زه هم در سره وایم چې ښه ده، دومره خو خامخا وکړئ چې له اصرف څخه ځان وساتئ، لومړیتوبونه وپیژنئ، هغه څه چې تاسو ته په درد نه خوري، له هغوی څخه لاس واخلئ، زه ډېر مسافر پېژنم چې له مسافري څخه کورته ځي، دری یا څلور سوه زره افغانۍ لري چې راځي د ټیکس پېسې له نورو قرضوي، ځکه دوی لومړیتوب نه ګوري مانا داچې پېسې په پالتو ځایو کې خرڅوي، دلیل دا وایي چې خیر مسافر یم باید خرڅ وکړم باید پېسې ولګوم، څو نورو ته ځان ښه ښکاره کړم، خو زه وایم ستاسو درنښت په دې کې دی چې دې ټولني ته هغه کارونه وکړئ، چې حیاتي ارزښت ولري، لکه داسي پانګه واچوئ، چې د یو بل غریب هم پکشې پایده وي او تاسو هم له دې پانګې یو څه لاسته راوړئ، که موټر اخلئ یو زوی/لور یا وراره/ورېره په علم سمبال کړئ، تر موټر یې ګټه په دې ډېره ده چې په راتلونکي ژوند کې به همدا عالم د ټولنې بدو رواجو ته خاتمه ورکړې، ښه مجالس جوړ کړئ چې په مټ یې تاسو او ټولنه په یو څه پوهه شي، د بې ځایه لګښت یو تر ټوله لوی زیان دادی چې وخت مو خرابوي، حالانکې همدا وخت دی چې په مټ یې پرمختګونه رامنځ ته کیږي. ځوانانو په خپل وطن کې کار وکړئ، بل وطن مو د زړه وینه وچوې، په رواني ناروغیوو مو اخته کوي، او په پای کې مو په نامعلوم برخلیک اخته کوي. په درناوي.
وروستي