حکومت ولې د جنرال دوستم ملېشه قومندان نظام قيصاري ونېولو؟ کيسه يې دلته ولولئ

حکومت ولې د جنرال دوستم ملېشه قومندان نظام قيصاري ونېولو؟ 
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
نظام الدين قيصاري د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی په ياده ولسوالۍ او په لويه کې په فارياب ولايت کې د جنرال دوستم د نېږدې پوځي کسانو څخه دی. د کورنيو چارو وزار ت په چوکاټ کې قيصاري د قيصار ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ سرپرست دی، خو په مېلشه ډول يې دومره صلاحيت او قدرت ځان ته ورکړی دی، چې د ولايت امنيه قومندان يې هم نه لري.

نظام قيصاري په ملکي او پوځي برخه کې کومې لوړې زده کړې نه لري او نه هم په پوځي برخه منظمه پوځي تجربه لري. نوموړی د کالونو راهيسې د جنرال دوستم د څنګ او نېږدې کسانو څخه دی او هغه پوځي تاوترېخوالي به يې سرته رسول چې د جنرال دوستم له خوا ورته امر کېدلو. قيصاري د خپل سرۍ او ملېشه ځواک او قدرت پر اساس د فارياب ولايت يوه مهمه پوځي څېره شوه. نوموړی د ولايت په کچه د لوړپوړو پوځي کسانو په ناستو او پرېکړو کې ګډون کولو او په پوځي عملياتو کې يې برخه اخېستله.

د جنرال دوستم په ملاتړ قيصاري ملېشه ځوانان، وسلې او پيسې په لاس کې درلودلې. کله به چې جمعيت او جنبش ګوندونه سره وران شول، نو په فارياب کې ملېشه سخت درېځه دغه قومندان وو او کله به چې د حکومت له نوم څخه په ګټې، جنرال دوستم د طالبانو او يا په سيمه کې د پښتنو پر وړاندې عمليات کول، نو نظام قيصاري په ډېر ظلم او وژنه کې له نور وړاندې وو او همدا لامل شو، چې نن ورځ د رسنيو او چارواکو په خوله کې دی.

نظام الدين قيصاري څو مياشتې وړاندې په فارياب ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو په ناسته کې ګواښونه وکړل او افغان ځواکونه يې تهديد کړل. هغه وخت قيصاري افغان سرتيرو ته ويلي وو، چې که چېرې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې، بريا سل سلنه نه کړي او شاته تګ وکړي، نو په خپلو لاسو به يې ووژني او سخته سزا به ورکړي.

هغه وخت هم د قيصاري يادو ګواښونو په ټولينزو رسنيو کې غبرګونونه راپارولي وو او له حکومت غوښتنه کېدله، چې د انارشۍ او ملېشه زور مخه ونېسي او د دغه سيمه ييز قومندان د زورواکۍ مخنيوی وکړی.

تازه تېره ورځ په فارياب ولايت کې د لوپوړو پوځي مشرانو ناسته روانه وه، چې دغه سيمه ييز قومندان هم په کې شتون درلود. د فارياب دغه ناسته د ملي پوځ د ستر درستيز د لومړي مرستيال دګرجنرال عبدالحمید حمید په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومندان تورن جنرال ارکانحرب امان الله مبین، د کمانډو د درېيمې لوا قومندان برید جنرال خیال نبی احمدزی، د فارياب امنيه قومندان پاسوال نبی‌جان ملا خیل، د ياد ولايت د ملي امنيت رئيس بریدجنرال امیرجان ناصري، په فارياب ولايت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قومندان دګروال احمد الله پوپل او نورو لوړپوړو پوځي کسانو برخه اخېستي وه.

په ناسته کې د فارياب په عمومي امنيتي وضعيت او همدا ډول د فارياب - جوزجان د لوې لارې د امنيت په اړه خبرې کېدلې. امنيتي مشرانو په فارياب ولايت کې د ولسي پاڅون کوونکو د امنيتي پوستو د پر له پسې سقوط په اړه خبرې کولي، چې د پاڅون کوونکو قومندان نظام الدين قيصاري يې په اړه توند غبرګون وښوود.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو د مسوولينو په وينا، چې قومندان قيصاري په دې ناسته کې ټول ناست پوځي کسان خاين ياد کړل، دوی ته يې د مرګ ګواښ وکړ او ورته يې وويل، "چې تاسې ټول په خپل لاس وژنم او اعدام به مو کړم. پوځي تاسيساتو او ودانۍ ته اور اچوم."

د قيصاري د دغه توندو خبرو وروسته د نوموړي ساتونکو وسلو ته لاس کړ او د توپکو ميلونه يې د لوړپوړو امنيتي کسانو په خوا کړل. په همدې وخت کې کمانډو ځواکونه په عمل کې شول، د قيصاري کسان يې بې وسلې کړل او قيصاري يې له نيولو وروسته، لاس تړلی د پوښتنو په پار کابل ته راوست.