
عطا چا د شمال امپراتور کړ او اوس هم دی!؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
عطا محمد نور ته د نوموړي پلويان د مينې او احساساتو په وجه ډېری وخت د شمال د امپراتور خطاب کوي او د نوموړي يو شمېر عام مخالفين هم ورته د شمال امپراتور وايي، خو د ملاتړ او مينې په اساس نه بلکې په کنايي ډول، چې موخه يې ورڅخه د قدرت انحصار، قانون ماتونه، زورګويي، له صلاحيت وړاندې تلل او نورې خبرې دي.
که عطا ته په مثبت او يا هم منفي ډول امپراتور ويلي کيږي، بايد قبول کړو، چې امپراتور نه خو د شمال تر امپراتور ور نېږدې شوی وو. هغه کړنې چې په تېرو زمانو او پاچاهيو کې امپراتورانو کولې، عطا وکولی شول، چې په ۲۱ مه پيړۍ او د ديموکراسۍ په دوره کې يې هم وکړي.
نوموړي په یو ډول سره د هېواد په شمال کې موازي حکومت جوړ کړی وو. د بلخ اداره څه چې د فارياب، جوزجان، بدخشان، تخار، سمنګان او نېږدې څېرمه ولايتونو په چارو کې يې لاس وهنه درلوده او په يادو ولايتونو کې يې سيمه ييزه حکومتوالي تر اغېز لاندې کړې وه.
عطا محمد نور درېيو څېزونو امپراتور جوړ کړ:
- د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا ورته له حده ډېر واک، ځواک، قدرت، صلاحيت او ناز ورکول.
- د بهرنيو هېوادونو سره اړيکې او د هغوی له خوا مالي او پوځي ملاتړ.
- خپلو خلکو ته کار او خلک پر ځان راټول.
حامد کرزي د عطا هر ډول ناز پر سر يوړ. نورې بېلګې به يې پرېږدو، يوازې دا به بسنه وکړي، چې د کرزي له يوې لسيزې په ډېرې دوره کې نوموړی په پرله پسې ډول په واک کې پاتې شو. نه ترې پوښتنه وشوه او نه هم دا جرئت چا وکړ، چې پوښتنه ترې وشي.
د کرزي له خوا عطا ته د موقع ورکول دا لامل شو، چې نوموړی د خپل واک څخه په ګټې له بهرنيانو او د سيمې له هېوادونو سره ښې او پخې اړيکې جوړې کړي. هغې د ايران، تاجکستان او ځينو نورو هېوادونو غوښتنې په مستقيم او غېرې مستقيم ډول ومنلې او ګټې يې ورته خوندی کړې. دغه هېوادونو هم له عطا سره وفا وکړه؛ هم يې د نوموړوي جيب ور ډک کړ او هم يې د نوموړي ملا وروتړله.
عطا بيا د پورته دواړو چانسونو څخه په ګټې، د خپل خلکو په منځ کې ځای پيدا کړ. ولايت يې تر يوې کچې ورته جوړ کړ، په ښو چوکيو يې مقرر کړ، د دوی مشروع او نامشروع غوښته يې د وخت پر حکومتونو د مشروع غوښتنو په ډول منلې او لنډه دا چې په خپل خلکو کې يې ځان ته محبوبيت پيدا کړ.
د عطا امپراتوري پټه نه بلکې ښکاره وه. لنډ مثال يې د نوموړي ګوښه کول وو. د ملي يووالي حکومت تر دوه مياشتو ونه شول کولی، چې نوموړی په داسې يوی ډول له دندې ګوښه کړي، لکه څه ډول يې چې نور واليان او حکومتي کسان ګوښه کول. د عطا نازونو تر دوه مياشتو مرکزي حکومت بوخت وساتلو. ډېری ناستې تر سره شوې او بلااخره داسې هوکړه وشوه، چې د عطا په خوښه به والي ټاکل کيږي او نورې نخرې به يې حکومت پر وخت سره مني او ناز به يې پر سر وړي.
عطا اوس هم د شمال امپراتور دی، خو هغه ډول نه؛ څه ډول چې پخوا وو. ولسمشر غني د ډېرو فشارنو سره - سره دا قبوله نه کړه، چې يو کس دې له يوې لسيزې د ډېر وخت لپاره والي وي. نوموړی چې په هر ډول وي، خو عطا يې ګوښه کړ او په کور يې کېنولو. اوس د عطا د امپراتورۍ يو مهم اړخ چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ورکړی وو او د نوموړي د امپراتوری بنسټ يې جوړولو، اوسني ولسمشر محمد اشرف غني ورڅخه واخېست. عطل اوس ډېر کم څه په لاس کې لري، چې دحکومت له بوديجې، د حکومت له چوکۍ او د حکومت له نوم څخه پيسې ټولې کړي او ځان د راتلونکي لپاره پرې غښتلی کړي.
خو عطا اوس هم په له دوه نورو اړخونو کې امپراتور دی. نوموړی په تېرې دورې کې دومره پيسې په خلکو مصرف کړي او دومره کار يې خپل ولس ته کړی، چې د نوموړي تر شا د ملېشه ځواک په ډول اوس هم ولاړ دي. بل اړخ يې دا دی، چې عطا اوس هم له بهر حمايت کيږي او په غريب افغانستان کې، د نوموړي هغه پانګه چې له بهر ورته راځي، په داسې يو ډول مصرف کيږي، چې عطا به تر يو وخت د افغانستان په لويو مسايلو کې د اغېز لرونکي کس په توګه وساتي.
له عطا سره ظلم نه بلکې انصاف کيږي. ولسمشر غني په دې پوهيږي، چې په يو افغانستان کې دوه حکومتونه نه وي او په يو جمهوري نظام کې امپراتور!
حکومت له عطا سره انصاف کوي، نو ځکه به د هغې د امپراتورۍ دوه نورې ستنې هم راماتې کړي، ترڅو قانون د هر افغان لپاره پلار او مور شي.