عطا بله سياسي ډله جوړه کړه او که ولسمشريزې ټاکنې يې په خوښه نه وي، نو لنډمهاله حکومت هم جوړوي

عطا بله سياسي ډله جوړه کړه او که ولسمشريزې ټاکنې يې په خوښه نه وي، نو لنډمهاله حکومت هم جوړوي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
عطا محمد نور يو څه موده چوپ وو. نوموړی په يو اوږد دوه مياشتني سفر له هېواد بهر تللی وو. هغه نن ورځ هېواد ته راستون شو او له راتګ سره يوځای يې نوي ګواښونه او پلاونونه وړاندې کړل. عطا د خپل راتګ سره سم، افغانانو ته دا زیری هم ورکړی، چې د اسلامي جمعيت ګوند، د افغانستان د ملي نجات ائتلاف او نورو لسګونو سياسي ټولنو او ډلو ترڅنګ به (د افغانستان ستر ملي ائتلاف) په نوم بله سياسي ډله هم په نېږدې راتلونکي کې په کابل کې اعلان کړي.

عطا د خپل نوي سياسي ائتلاف په اړه ويلي، چې د هېواد ډېری سياسي او نفوذ لرونکې څېرې ورسره په کې راټولې دي او ډېر تمرکز به يې په نېږدې راتلونکو پارلماني او د ولسواليو شوراګانو په ټاکنو وي او همدا ډول که چېرې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې ورته شفافې او رڼې ښکاره نه شي، نو له ټاکنو سره به بايکاټ وکړي او پر ځای به يې يو دوه کلن لنډمهاله حکومت رامنځ ته کړي.

عطا په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې فعالې ونډې، سياسي ډلو - ټپلو د جوړو او په ټولنه کې د بيا مطرح کولو په موخه له هېواد بهر هم ارام او غلی نه وو. نوموړي د ولسمشر له لومړي مرستيال په شمول له يو شمېر سياسي کسانو سره وکتل او د محقق غوندې کسان يې له هېواد بهر وغوښتل، ترڅو يوځای ورسره نوې طرحې او پلانونه جوړ کړي.

که چېرې عطا محمد نور د نورو افغانانو په ډول د راتلونکو پارلماني، ولسواليو شوراګانو او ولسمشريزو ټاکنو په پار د خپل ځان او يا هم د خپل سياسي ګوند او ائتلاف لپاره سيالي او مبارزه کوي، نو د قانون اړوند يې، دا يو سالم او مدني حق دی. خو دا عطا مبارزه سره له اوسه تخريب کوونکې او ګډوډي جوړونکې ښکاري.

دا چې ولسمشريزو ټاکنو ته له يو کال هم ډېر وخت پاتې دی، خو نوموړی په ټاکنو سر له اوسه بې باوری او جنجال جوړوونکی ښکاري. عطا وايي، چې که چېرې د نوموړي ائتلاف ته پوه شي، چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې شفافې نه دي، نو بيا يې نه مني او بديل به يې موقتي دوه کلنه اداره وي.

دا عطا دا ډول څرګندونې ناهېلې کوونکې دي او د افغانانو هغه هيلې او تمې خاورې کوي، چې راتلونکو ټاکنو ته يې لري. د عطا نننۍ څرګندونې له يوې خوا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د نوموړي او د هغې د سياسي ډلې ماته په ګوته وي او له بلې خوا، د خپلې ماتې د پوښ کولو لپاره د تېر په څېر داسې يو حالت رامنځ ته کول غواړي، چې د ملي یووالي حکومت په نوم يوه حکومت او د اجرائيه رياست غوندې يو بنسټ رامنځ ته شي او په هر ډول چې وي، خو بايد په حکومت کې شريک شي.

عطا د خپلو ملګرو سره په پلان شوي توګه روان دی. د عطا له راتګ وړاندې، د نوموړوي نېږدې سياسي ملګري او د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق حکومت تورن کړ، چې د طالبانو په وسيله د يو ځانګړي قوم پر وړاندې د بريدونو کولو پلان لري.

د محقق او عطا وروستۍ څرګندونې هغه څه په ګوته کوي، چې که راتلونکې ټاکنې که رڼې وي او يا له درغليو ډکې، خو دوی به هغه لوبې او نخرې وکړي، چې د راتلونکې حکومت لويه برخه خپله کړي.