
پدرام به څوګ سړی کړي!؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د لطيف پدرام له نوم، کړنو، موخو، پلانونو، ملاتړ او تعصبي هڅو په اړه ډېری افغان خبر او پوهيږي. لطيف پدرام داسې کړنې تر سره کوي، چې په بشپړ ډول له حساسيتونو ډکې وي، د قوم توهين په کې شوی وي او نوموړی دا غواړي چې په خپلو کړنو يوازې حساسيتونه راوپاروي او له دې لارې خپلې موخې او ګټې تر لاسه کړي.
پدرام سرې کرښې څه چې د اور کرښې يې هم ماتې کړې.
- د افغانستان بنسټ اېښودونکو او د خپلواکۍ اتلانو لکه ستر احمدشاه بابا او غازي امير امانه الله خان پر وړاندې يې توهين وکړ.
- د سيمې او هېواد د ادبيانو، شاعرانو او فليسوفانو لکه رحمان بابا او حوشخال خټک ته يې سپکې سوپرې وويلې.
- له ډيورنډ څخه يې رسمي کرښه جوړه کړه او غوښتنه يې دا وه، چې د پښتونستان داعيه بايد خاموشه شي.
- د افغانستان په نوم يې بحث وکړ او دغه نوم يې د انګليس پاتې شونی ياد کړ.
- له افغانيت منکر شو او په همدې اساس يې د افغانانو څخه هغه وسيله هم واخېسته چې د هرې ناخوالې په وخت/وروسته به د يو افغان په نوم بيا سره يو ځای کېدل.
- ملي بيرغ، ملي نښان، ملي سرود، ملي ټرمېنالوژي او نور ملي اساسات چې په اساسي قانون کې يې ذکر راغلی او منل شوي دي، هغه يې رد کړل او پر ځای يې نور بديلونه ورته پيدا کړل.
- د افغانستان تاريخ يې جعل تاريخي ياد کړ او تېرې واکمنۍ يې انحصار د قدرت وبلو.
او په لسګونه داسې نورې برنامې يې يا په لار واچولې او يا هم پرې اخته دی. پدرام په خپلو دغه کارونو کې تر يوه بريده بريالی شوی هم دی او په دې برخه کې زورور هم دی. پدرام وکولی شول چې د افغان کلمې سره د مخالفت په اساس د کالونو - کالونو لپاره د برېښنايي پېژند پاڼو ملي پروسه له ځنډ سره مخ کړي. نوموړي د نفاق او تعصب تخم د افغان ځوانانو او د زده کړو لرونکو کسانو ترمنځ هم تيت کړ او اوس يې ګورو، چې قومي تعصب تر کومې پوړۍ رسېدلی دی.
پدرام هرڅه په جرئت او زوروتيا سره کوي. که تر شا يې بهرنی ملاتړ دی او يا کورنی؛ خو نوموړوی په کې خوښ دی او داسې څوګ نه شته چې مخه يې ونېسي. پدرام بنسټيز تخريب کوي او بايد بسنټيز اصلاح شي. پدرام يوازې خبرې نه کوي، بلکې عمل هم کوي. دا بسنه نه کوي، چې زما او ستا غوندې په رسنيو کې د پدرام د ناوړه او تعصب خپرونکو کړنو پر وړاندې غږ پورته شي او يا يې وکيلان په پارلمان کې ځواب ووايي او چيغې پرې ووهي.
نو پدرام به څوګ سړی کړي؟
د پدرام سره د حکومت دننه کسان او بهرني هېوادونه ولاړ دی. پدرام ته بايد په هغه ژبه او لاس ځواب ورکړل شي، چې زورور او قانوني وي. له ولس دا تمه مه کوي، چې پدرام به سړی کړي او يا به يې پر وړاندې غبرګون وښيي. ولس؛ دوکاندار، محصل، موټر چلوونکی او نور عام خلک دي. ولس به يوازې په تش لاس دومره کار کوي، چې د نن ورځ په ډول په کابل ښار کې د پدرام د هوايي ډزو او د موټرو د تېز سرعت څخه ځان وژغوري او تر مخې يې ور نه شي.
- حکومت پدرام سړی کولی شي. حکومت دې پرته له قوم او ژب پالنې، يوازې د پدرام د هغه کړنو پر وړاندې ودريږي، چې نوموړی په کې اساسي او نور قوانين ماتوي. حکومت دې له پدرام سره ظلم نه کوي، بلکې د ظلم او ناروا کړنو مخه دې يې ونېسي. حکومت قضايي ادارې په لاس کې لري.
- وکيل پدرام سړی کولی شي. هغه وکيلان چې هر ورځ په عملي بڼه او د رسنيو له لارې خوار ولس ته خپل زور ښکاره کوي، هغه د پدرام سيالان دي او هغه پدرام سړی کولی شي.
- سياسي ګوندونه، چې د مېلېونی ملاتړ ادعا کوي، دوی کولی شي، د پدرام پر وړاندې ودريږي او دغه سړی؛ سړی کړي.
که دا ټول بې وسه، د تش په نوم ملي يووالي په فکر، د نه تاوترخوالي په عقيده او د باچا خان په نظريه وي، نو بيا پدرام حق لري، چې هر څه غواړي هغه وکړي. ځکه د حکومت او سياسيونو دومره ژوره چوپيتا دا په ګوته کوي، چې پدرام په حقه دی!