د لویو لارو بندول انساني سرغړونه ده

د د پیل شوی ۱۳۹۷ کال په پيل سره وسله والو اعلان وکړ چې د افغان او بهرنیو په وړاندې په دې کال کې د الخندق په نوم عملایات پیلوی چې د ځانمرګو، کمینی ، او سرک د غاړو د بمونو څخه به پکې استفاده کوي .

وسله وال د کال د پيل سره یواځی درې ورځې په سوله کې د اوربند په ترڅ کې جنګ ونکړ نور هر ورځ دبیله بیلو تاکتیکو په مرسته په افغانستان کې د افغانانو په وړاندې د بې ځایه وینې تویولو لپاره د ډیرو په ګمان د پرادیو هیوادونو په دوستور ګڼ ولسي وګړي ووژل . چې یوازې په تیر کال د وژل شویو شمیر پنځه زرو ته ورسیده.

د الحندق د عملياتو د پيل سره یوځای وسله وال د غزنی او پکتیکا د لوې ترنزیټي لارو په اوږدو کې حندقونه کیندلي دي چې په دې لاره تګ رتګ ستونزمن کړی او تجارتي توکی او عام حلک د کلیو د فراعی لارو څخه په استفادې کابل ـ غزني او پکتیکا ولایتونو ته تګ رتګ کوی.

د هلمند ـ کندهار ـ او فراه لارې هم د ورته ستونزو سره وخت نه وخت لاس او ګریوان وي چې دولتې ځواکونه له نور دندو د لارو خلاصولو او ساتلو بې ځایه مصروق کړي دي.

دوښمن او په لویه کې هغه ګاونډی هیوادونه چې نه غواړی افغانستان د زیربنا او یو معیاری ترنسپورت لرونکی هیواد شی تل هڅه کړی چې سیاسي وضعیت خراب کړی او له دغه فورصتونو ګټه پورته کړي.

چې د غبرګولي په ۳۱مه د شپې په يوه نيمه بجه لسګونو وسله والو طالبانو له سپين بولدک ولسوالۍ څخه شورابک ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک جوړولو پر یوه شرکت بريد کړى و او د دغه شرکت ۴۳ کارکوونکي یې ورسره بيولي وو.

وروسته امنیتي چارواکو خبر ورکړ چې تښتول شوي کارګر او کارکوونکي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته وړل شوي او د مخورو او دیني عالمانو په مرسته یې د هغوی د را خوشې کولو هڅې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو نه یواځې د دوی ۴۳ کارګر تښتولي، بلکې د دوى ١٥ عرادې وسايط یې هم سوځولي او په دې توګه یې شاوخوا ۲ ميليونه ډالره زيان يې وراړولى دى.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو برمته د بلوچستان ایالت ته لیږدولي دي. د کندهار د والي ویندوی داوود احمدي ویلي چې طالبانو تښتولي کسان د بلوچستان ګلستان سیمې ته بېولي دي.ده همداراز وویل چې د سپینږیرو په منځګړتوب هڅه کيږي چې طالبان د دغو کسانو خوشي کولو ته وهڅول شي.

په افغانستان کې د لويو لارو د ساختماني شرکتونو ته تر ټولو لوی سر خوږای د وسله والو محالفینو له لوری ګواښونه او پر هغوی بریدونه هعه څه دی چې په چې ډیر وخت د کار په مهال د وسله والو تر بریدونو لاندې راغلی او په دې برخه کې مالی او ځان زیانونه ورکړي.

څلور کاله وړاندې د خوست او ګردیز لویه لاره چې یو هندی شرکت د جوړولو چاری په غاړه درلودې تر ۳۵ زیات کارکوونکی وسله ووژل او د هغوی تخنکی وسایل له منځه یوړل

هند دافغانستان په ډیرو رغنیرو پروژو کې د کار کولو علاقمندی لري خو د وسله الو طالبانو له ویرې راغنیزو پروژو تعدبیق ته زړه نه ښه کوی، تیر کال د هرات د سلما بند هم هند جوړو کړ هند هغه وخت ویلی وو چې د افغانستان د یو شمیر حالقوي سرکونو په جوړولو کې علاقمندې لری خو که د امنیت تضمین ورکړل شي.

وسله والو د سرکونو د بندولو، پلونه په بمونو د الوزولو، اود لویو لارو په اوږد کې ترفیکی ستونزې جوړل هغه څه دی چې د طالبانو په سر باندې د عامو حلکو او سیاسی شنونکو سره ګڼ سوالونه پیدا کړی.

تیره ورځ د وردګو په ولایت کې یو غټ پول وسله والو طالبانو په بمونو ولوزو، دا پول په داسې خال کې لوزول کیږی چې په شمال کې د انګور، خربوزې ، او هندواني موسم دی یادی هندوڼّي د هیوادو جنوبي ولایتونو ته له همدې لارې راځې دا دسې میوې دی که لږ وساتل شی خرابیږي.

همدارنګه د شمال په یوشمیر ولسوالیو کې په کلیو او بانډو کې د وسله والو بریدونه چې خلکو ته ویل شویدی چې کورونه دی پریږدی ،کاروند ګر وایي چې د عوایدو يې همدغه موسم دی چې باید خپل خاصلات بازار ته د خرڅلاړ لپاره وړاندې کړي.

د سیاسی مسایلو شنونکی وایي چې افغانستان د پاکستان لپاره ښه تجارتی بازار دی نو ځکه هغه هیواد د طالب سره په مشوره په افغانستان کې د اقتصادی سیاسی او د هغه هیواد د ملی ګټو لپاره د جکړې طرخی په وسله والو طالبانو پلي کوې چې اوسنۍ بیلګې ښې نمونې دي.