د تمدونونو ښار د بمونو په لمبو ایره کیږي!!

په غزني کې د تیرو څو ورځو راهسې د وسله والو طالبانو او حکومت له لوري د ښار په منځ کې درنه جګړه روانه ده. وسله والو د جکړې په اوله ورځ د غزني مخابرتي شبکې د اخطارونو او بریدونو شاهدې وګرځولې، له هغې ورسته سیمه ایزې تصویري راسنس وګوښلي او نشرات ور بند کړل، د ښار په یو شمیر پوستو بریدونه وکړل، غزني، چې مرکز یې غزني ښار دی، د زابل، پکتیکا، پکتیا، لوګر، وردک، روزګان او بامیان ولایتونو سره پوله لري. دغه ګڼ نفوسي او پراخ ولایت چې پکې پښتانه او دري ژبې افغانان اوسیږي د تیرو څو کالونو راهسې وسله والو هڅه وکړه چې د پولې له هغه غاړي غزني ته راشي او دغزني د انا منه کولو لپاره په یوشمیر ولسوالیو او د ښار په منځ کې په کلیدي سیمو بریدونه وکړي.
 
همداسې وخت نه وخت وشول ، خو د تیرو څو ورځې راهسې وسله والو یوځل بیا په غزني کې بریدونه شروع کړي (وچ) او لانده نه ګوري هر څه چې په مخه ورځې له منځه وړي په غزني کې یوشمیر مارکیټونو، دوکانونه. او ملی ځایونو ته وسله والو اور اچولی دی.

طالبان د کار په دې موخه کوي چې ثابته کړي چې هر ځای ته چې ځي له ځان سره وراني وړي ، په غزني کې چې د مهال کره شمیر او د خلکو او تجارنو شتمنیو ته د زیان کچه په دقیق ډول نه ده معلومه شوي، خو په ټولنیزو راسنیو کې یو شمیر ښودل شوي تصویرونه ښیي چې د خلکو کاروبار ته میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

ماشومان له ښوونځیو بند شویدي ، مریضان په کورنو کې په بد خال پراته دي ، د خلکو په کورنو کې د خوراک څیزونه مخ په کمیدو دي، د تجارنو مالونه په هغه ولایت کې بند پاتي دي، د هلمند کندهار همداشان یو شیمر نور ولایتونو مسافر د کابل سره بند شويدي او په دې توګه ډیرې نورې ستونزې سره غزنيچیان لاس او ګریوان دي. د اسلامي ثقافت دغه ولایت چې د مذهبي ځایونو ټاټوبی شمیرل کیږي تیره جمعه حلکو په داسې خال کې تیره کړه چې هیڅ یو غزنیوال جماعت ته د جمعې ورځې د لمانځه په حاطر لاړ نشو.

دا ځکه چې هلته وسله وال په ښار کې په هر ژوندې بشر د توپک (زخه) نښان برابروي چې اوس هم د ښار په کوڅو کې ګڼ شمیر ولسي وګړي مړه او زخمیان پراته دي. افغان حکومت په اولو کې وویل چې د عامو خلکو ته د زیان او مرګ ژوبلې د نه اوښتو په خاطر په حوصیلامندۍ قدم اخلي، او هڅه کوي چې د خلکو ژوند او مال په نظر کې ونیسي.
تیره ورځ په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو معاون راسنیو ته پخپلو خبرو کې وویل چې غزني ته یو زر کسیزه حمایوي ځواک د جکړې لباره په اړینو وسایلو سمبال لیږلی او ډير زره به غزني د وسله والو دشر او شتون څخه پاک کړي.

اوس لوي اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتي دي. لوی اختر د حج قربانۍ او په لویه کې افغانانوته د مذهبي اصولو له مخې ځانګړي درنښت لري په تیر کوچني اختر کي د عامو حلکو د اوربند خواند اوس هم په خوله کې وو، او هیله وو چې دا ځل هم په نیکمرغه اختر کې وسله وال بې قیده اوشرط پرته اوربند کوي او د عام وژنې لاس اخلي خو د غزني مرګونو حملې د ثابته کړه چې وسله والو په تصمیم نیولو خپلواک نه دي، او د عمل او حرکت کونجي د هیواد څخه بهر د یو شمیر متحصمو هیوادونو په لاس ورکړي.

ډير وخت په غزني د افغان دولت په وړاندې نیول شوي جنګیالی د یو ځینو بهرنیو هیوادونو اتباع وي چې د قبیلي سیمو غزني ولایت ته د غرونو او فرعي لارو په مرسته دغه ولایت ته د جګړې لپاره رغلي وي. د غزني خلک د هیڅ نشي زغمي چې کورونه د وران شي ماشومان د له درسونو پاتې شي او په ویر او ډار د ژوند وکړي.

غزني یو له لومړنیو ولایتونو څخه وو ، چې د وسله والو طالبانو پرضد په کې پاڅون شوی او یوشمېر سیمې یې خلکو له وسله والو څخه تصفیه کړي وې.

غزني څو کاله وړاندې د اسلامي ثقافت مرکز وبلل شو. په هغه ولایت کې ګڼ شمیر لرغوني ابدات ورغول شول، سرکونه او د بیا جوړنې کارونه په دې باریکي د نورو ولایتونو په نسبت پکې زیات جوړ شول چې د سلامي تمدان مرکز دی او په دې توګه به ورته د بهرنیو سیلانیانو رتګ زیات شي.

خو د طالبانو د سیاسي قربانۍ له لوري د مذهب په دعوه دغه مذهبي ځایونوته تر ډ‌يره بریده صدمه ورسیده.